بي بي ګل: د میندو روغتیا ته پام د حکومت په لومړیتوب کې راځي

د انځور حقوق
Image caption رولا غني وايي، روغتیاپالې دې د روغتیایي خدمتونو ترڅنګ د کورنیو د عامه پوهاوي کچه هم لوړه کړي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل وایي، د میندو روغتیایي حالت ته پاملرنه او د زیږون پرمهال د هغوی د مړینې مخنیوی د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې راځي.

نوموړې وایي، نسایي ولادي ډاکټرانې باید د روغتیایي خدمتونو ترڅنګ د کورنیو د عامه پوهاوي کچه هم لوړه کړي.

د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې مشره وایي، د دې برخې د متخصصینو د روزلو په برخه کې شوي پرمختګونه د پام وړ دي.

زمزمه نیازۍ خپل رپوټ کې لیکي، مېرمن بي بي ګل دغه خبرې د نسایي ولادي ډاکټرانو افغان ټولنې د اوومې کنګرې په غونډه کې وکړې.

نوموړې وایي، د میندو روغتیایي وضعیت ته پاملرنه د میندوارۍ او زیږون پرمهال هغه لومړیتوبونه دي چې افغان حکومت یې په وار وار ژمنې تازه کړې دي.

د آغلې بي بي ګل په وینا، د افغانو ښځو د روغتیا په برخه کې شوي کارونه او لاسته راوړنې د پام وړ دي، خو وايي لا هم هغه اسانتیاوې دوی ته نه دي برابرې شوې هومره چې ورته اړتیا وه.

نوموړې وایي روغتیاپالې دې د روغتیایي خدمتونو ترڅنګ د کورنیو د عامه پوهاوي کچه هم لوړه کړي.

مېرمن بي بي ګل وايي :''د نسایي ولادي روغتیاپالې د کلینکي خدمتنو ترڅنګ د کورنیو د عامه پوهاوي د کچې په لوړوالي کې اغېزمن رول لري د یوې مور په توګه پوهېږم چې پوره او سم پوهاوی د مور او کورنیو لپاره د ماشومانو په روزنه کې خورا ارزښت لري.''

د ډیرو په وینا، افغانستان په نړیوالو معیارونو روزل شوې ښځینه ډاکټرانې یا نه لري او یا یې هم شمېر ډېر کم دی.

خو د ښځینه ډاکټرانو د ټولنې او د ملالۍ زیږنتون مشره نسرین اوریاخېل وایي، په تېرو څو کلنو کې دوی هڅه کړې چې ډېری ښځینه ډاکټرانې په نړیوالو معیارونو وروزي او د پوهې کچه یې لوړه کړي.

نوموړې وایي، په دغه برخه کې ډیر پرمختګ شوی خو لا هم ځینې ننګونې شته چې د ښځینو ډاکټرانو پر وړاندې یې امنیتي ننګونې یوه بېلګه ده.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې لا هم ښځینه ډاکټرانې نشته.

د لغمان ولایت یوه ډاکټره مسلمه یونسي وایي، امنیتي ستونزې او د نسایي ولادي متخصصینو نشتوالی په ډېرو سیمو کې د میندو د مړینې لوی لامل دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د نسایي ولادې ۳۷۳ ډاکټرانې شته چې ۳۵۹ تنه یې ښځې دي چې ډیرې یې په ښارونو کې کتنځایونه لري، د دغو ډاکټرانو ترڅنګ ۴زرو پنځه سوه روغتیا پالې هم په کار بوختې دي.

دغه وزارت وایي لا هم د افغانستان په نهو ولایتونو کې ښځینه ډاکټرانې نشته.

ورته مطالب