عبدالله: نوې کابینه به ژر اعلان شي

عبدالله د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې نژدې شپږ میاشت وغځېدې او د وزارتونه هم له نژدې اتیا ورځو راهیسې بې وزیرانو دي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله اعلان وکړ، لکه څرنګه چې ولسمشر د لندن کنفرانس کې له دو تر څلورو اونیو د کابینې د معرفي کولو اعلان کړی، دولت هوډ لري چې ددې مودې تر پوره کېدا مخکې د کابینې غړي ولي جرګې ته معرفي کړي.

د ملي یووالي حکومت د ولسمشرۍ د دوو نوماندان ترمنځ د ټاکنو د لانجمنو پایلو په تړاو تر څو میاشتنیو لانجو وروسته بالاخره د تېرې سپتمبر پر ۲۹ جوړ شو.

د حکومت تر جوړېدا وروسته په ۴۵ ورځو کې د کابینې معرفي کول له ولس سره د ولسمشر محمد اشرف غني له لومړیو ژمنو څخه و، خو دا چې اوس د ملي یووالي د حکومت له جوړېدا نژدې ۸۰ ورځې تېرې شوې دي، تر اوسه د نوې کابینې هېڅ څرک نه لګېږي.

دې وضعیت د دولت په زیاترو بنسټونو او ادارو کې اداري او اجراییوي چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي، چې د خلکو پر ژوندانه یې مستقیم او غیر مستقیم اغېز کړی دی.

ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل: "خلک په تمه دي چې دغه کار ژر تر ژره سرته ورسېږي، خو د کابینې بحث یوه عادي خبره نه ده."

لومړی امنیتي وزیران

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان ولسمشر او ده پخپله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان د ملي یووالي یوه استازې کابینه به جوړوي.

نوموړي ولسي جرګې ته د نوې کابینې د معرفي کولو په اړه وویل، په پام کې ده چې د کابینې ټول غړي په یوځل ولسي جرګې ته معرفي شي، خو امنیتي وزیران به ژر خپل کار پیلوي.

د کارپوهانو په وینا، تېرو ټاکنو او د کابینې نه معرفي کېدو د افغانستان د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوندانه ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ځینو رسنیو د کابینې د جوړولو پرسر د ولسمشر او اجراییوي مشر ترمنځ د اختلاف په اړه خبر ورکړی و، خو ښاغلي عبدالله دې ته په اشارې سره چې بېلابېلګې انګیرنې کېږي، وویل د کابینې د اعلان په اړه هېڅ ډول زړه نازړه توب نشته.

نوموړي دې ته په پام سره، چې ولې کابینه ژر اعلان نه شوه، وویل، د کابینې په جوړښت کې سلامشورو او وخت ته اړتیا وه. د هغه په وینا، اوسمهال هغه پړاو رارسېدلی چې خلک د نوې کابینې د غړو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په وروستیو ورځو کې داسې ګنګوسې هم وې، چې ګني د کابل دولت له طالبانو سره پر پټو خبرو بوخت دی، خو ښاغلي عبدالله دې ته په اشارې سره چې کابل د هر ډول خبرو هرکلی کوي، د افغانستان د دولت له بېلابېلو مخالفو ډلو سره د پټو خبرو راپورونه رد کړل.

د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي څو ورځې مخکې بي بي سي ته ویلي وو، هڅه کېږي چې د کابینې څلور څوکۍ به ښځو ته ځانګړې شي.

څو ورځې مخکې، د افغانستان ولسي جرګې ویلي وو، دوه تابعیت لرونکو وزیرانو ته به رایه نه ورکوي.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د کابینې د نویو غړو نوملړ نه دی خپور شوی، خو د ولسي جرګې غړي مخکنۍ کابینې ته په پام سره په دې اند دي چې جرګې ته د کابینې ځینې معرفي کېدونکي وزیران دوه تابعیتونه لري.

ورته مطالب