نبیل: د کابل شاوخوا کې ۱۰۷ ترهګریز مرکزونه فعال دي

Image caption ښاغلي نبیل په کابل کې د ناامنیو لامل له دې سره وتاړه، چې ګني د ښار په شاوخوا کې ۱۰۷ ترهګریز مرکزونه فعال دي او ۱۰۳ نورې ناقانونه وسله والې ډلې په دې ښار کې موجودې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې سرپرست رحمت الله نبیل وايي، افغان امنیتي ځواکونه د اورپکو پرضد مبارزې ته لازم تجهیزات نه لري.

ښاغلي نبیل د ولسي جرګې غونډې ته د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو په درشل کې وویل، د اوسني امنیتي وضعیت په اړه د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا "همدومره" ده.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په کونړ کې له درو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او د کابل په ګډون په ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه ډېر شوي دي.

ځانمرګی

پر همدې مهال، د پلازمېنې کابل امنیه قومنداني وايي، د ښار په ختیځ تنګي تره خېلو سیمه کې د پنجشنبې پر ګهیځ یوه ځانمرګي برد کوونکي غوښتل له چاودېدونکو توکو خپل ډک سراچه موټر د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچووي، خو بریدګر موخې ته تر رسېدا مخکې د پولیسو له خوا وپېژندل شو، خو د شنډولو پرمهال یې چاودېدونکي توکي وچوول، چې یو پولیس په کې ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د افغانستان ولسي جرګې د ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان جلسې ته ورغوښتي وو.

د ملي امنیتت سرپرست وویل، افغان امنیتي ځواکونو د کونړ پر دانګام د وسله والو مخالفانو پروړاندې کافي ځواک او د هغوی د شړلو لپاره یې په کافي اندازه تجهیزات نه لرل.

ښاغلي نبیل په کابل کې د ناامنیو لامل له دې سره وتاړه، چې ګني د ښار په شاوخوا کې ۱۰۷ ترهګریز مرکزونه فعال دي او ۱۰۳ نورې ناقانونه وسله والې ډلې په دې ښار کې موجودې دي.

هغه وویل، کابل ښار ته ۲۷ دروازې پرانیستې دي چې یوازې څلورو کې یې امنیتي ځواکونه مېشت دي او ۲۲ نورې لارې لاهم پرانیستې پاتې دي.

له څه بادې دوه نیمو میاشتو راهیسې کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، خو مشرتابه یې لاهم د کابینې په معرفي کولو ونه توانېدل، چې دا مهال ټول وزارتونه او ولایتونو د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

رحمت الله نبیل پر سیاسي وضعیت د نیوکې ترڅنګ وویل: "د ښار په دروازو کې چې د موټرو د سکن او تلاشۍ لپاره کوم ماشینونه لګول شوي، یوازې یو نیم ساعت کار کوي، او ۲۳ نور ساعتونه واکمن نه دي. "

د کابل ښار د دروازو امنیت د پولیسو په لاس کې دی.

ښاغلي نبیل وویل، په کابل کې ۸۰ سلنه موټر د افرادو په نومونو ثبت دي او ۵۰۰ زغره وال او د تورو ښیښو موټر له قانوني اسنادو پرته تګ راتګ کوي.

هغه دا هم وویل، چې د ناقانونه وسلو ګرځول دوام لري: "په هېڅ ښار کې داسې نه دي، چې هر زورور دې دا خبره وکړي چې زه په ټاکنیز کمپاین کې فلان وم، او وسله له ځان سره وګرځوي. "

ښاغلي نبیل وویل، د امنیت ټينګښت او له ناامنیو او زورواکانو سره مبارزه یوه قوي سیاسي هوډ ته اړتیا لري:

"پر ملي امنیت هېڅ ډول ستراتیژيک او ژوره پانګونه نه ده شوې. زه همدا وایم. "

کیمیاوي توکې

پر همدې مهال، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په کیمیاوي توکو بار هغه لارۍ یې نیولې چې د هیروینو په جوړولو کې ترینه کار اخیستل کیږي.

د وزارت سرچینې وايي چې د دغو توکو بیه له سلګونه زره ډاالرو زیاته ده او په دې تړاو یې دوه کسه هم لاس په لاس نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د برخې مطبوعاتی مشر مهدی کاظمي بي بي سي ته وویل چې دغه لارۍ پرون ناوخته کابل ته په ننوتو په لویدیځه دروازه کې نیول شوې ده.

تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت څو ، څو وارې د نشه یي توکو د یو شمېر قاچاق کوونکو د نیولو خبره کړې، خو ګڼ ولسي افغانان وايي د نشه يي توکو ستر کاروباریان چې یا خو ډیر ځواکمن دي او یا هم د دولت پر لوړو څوکیو کار کوي تر اوسه نه دي نیول شوي.

ورته مطالب