هلمند کې پر کابل بانک ډله ییز برید اوه کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي د بانک مخې ته ځان چوولی او څلورو نورو ته یې بانک ته لاره پرانیستې ده

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د کابل بانک په یوه څانګه کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته یوشمېر وسله وال د بانک څانګې ته ننوتلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، جګړه پای ته رسېدلې ده، چې د عامه نظم ساتنې د یوه پولیس په ګډون اووه کسان وژل شوي او لږ ترلږه اوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، په دې برید کې پنځو بردید کوونکو برخه لرله، چې یوه یې په لومړي سر کې د بانک ودانۍ مخې ته ځان چوولی او څلور نورو بانک ته لاره پیدا کړې ده.

دی وايي، تر نژدې درې ساعته نښتې وروسته، ټول برید کوونکي ووژل شول. په دې برید کې

نوموړي بي بي سي ته وویل، د برید تر ختمېدا وروسته د بانک په شاوخوا دوه سوه مترۍ کې یوه بله چاودنه وشوه، چې دوه کسان پکې ټپیان شول.

د هلمند د پولیسو ویاند فرید احمد عبیدي بي بي سي ته وویل، لومړی یوه بریدګر د کابل بانک ولایتي څانګې مخې ته ځان چوولی او بیا یوشمېر په وسلو سمبال برید کوونکي ددغه بانک ودانۍ ته ننوتي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په وژل شویو کې یو د عامه ساتنې سرتېری او د بانک ساتونکی دی.

دا برید له امنیتي چارواکو سره د ملي یووالي حکومت د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله له ناستې سره هم مهاله شوی. ښاغلي عبدالله په غونډه کې وویل، چې د هلمند په برید کې نژدې لس کسان وژل شوي.

د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې هم وسله والو د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې برید کړی و، چې لږترلږه څلوېښت کسان پکې وژل شوي وو او تر اویا ډېر نور ټپیان وو.

هلمند د افغانستان په سوېل کې له نسبتاً ناامنه ولایتونو څخه دی.

ننګرهار

پر همدې مهال، نن ګهیځ، د ختیځ ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دوو چاودنو لږترلږه دوه پولیس وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته وویل، لومړۍ چاودنه په ځايي وخت نن ګهیځ نژدې اته بجې د جلال اباد ښار په ختیځه برخه کې وشوه، چې دوه پولیس پکې ووژل شول.

په دې پېښه کې د ننګرهار د پاسپورت ادارې مسؤل عثمان نورستانی هم ټپي شوی، خو وژل شوي د هغه زامن دي.

د انځور حقوق EPA

په دویمه چاودنه کې پنځه پولیس ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو د دواړو چاودنو پړه پرغاړه اخیستې ده.

تېره ورځ، هم جلال اباد ښار کې یوه ښوونځي ته څېره چاودنې څلور زده کوونکي ټپیان کړي وو.

ننګرهار د افغانستان پلازمېنې کابل په شپیته کیلومترۍ کې دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. دغه ولایت د هېواد په ختیځ کې له نسبتاً ناامنه سیمو ګڼل کېږي، چې په کلیوالو سیمو کې یې اورپکي فعالیت لري.

له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې په لړ کې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې څو ورځې مخکې کابل تقریباً هره ورځ د یوه خونړي برید شاهد و.

ورته مطالب