ولسي جرګه: د کابینې غړي دې په یوه اونۍ کې وټاکل شي

Image caption ولسي جرګې دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تر راتلونکو څو اونیو پورې د ژمنیو رخصتیو له کبله د پارلمان ور تړل کېږي

د افغانستان ولسي جرګې د ملي یووالي حکومت پر مشرتابه د نیوکو په لړ کې ولسمشر ته د کابینې د غړو معرفي کولو لپاره یوه اونۍ وخت ورکړی دی.‌

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کار په لومړیو کې ژمنه کړې وه،‌چې تر ۴۵ وذځو پورې به د کابینې غړي په ډاګه کړي، خو اوس چې د ملي یووالي په نامه د حکومت تر جوړېدا ټیک ۸۱ ورځې تېرېږي، د کابینې د یوه وزیر د معرفي کېدو څرک هم نه لګېږي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دې پوښتنې په راپورته کولو سره،‌چې د ملي یووالي حکومت قانوني بنسټ لري او که نه، وویل :‌''د امریکا د سفارت د ننه د امریکا له خوا په اجباري ډول یو جوړ شوی حکومت و.'' هغه وویل دغه حکومت په ډاګه د اساسي قانون خلاف حکومت دی، خو دا چې ''بل بدیل مو نه درلود،‌ موږ هغه د افغانستان د ګټې پخاطر ومانه.''

ښاغلي ابراهیمي دا هم وویل، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتلو سره، د همدغه حکومت له کبله اوس هېواد له یوه کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

نوموړي وویل، د حکومت له لوري د کابینې د نه معرفي کېدو له کبله، هغه چارې چې تر اوسه باید حکومت ترسره کړې وای، نه یې دي ترسره کړې، بلکې د ''قانون د ماتولو'' او د ''ولس د هوډ سپکاوی'' یې هم کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ابراهیمي: ملي یووالي حکومت د امریکا د سفارت د ننه د امریکا له خوا په اجباري ډول یو جوړ شوی حکومت و

ښاغلي ابراهیمي د ملي یووالي د حکومت ځینې مشران د هېواد د ګټو او ولس او بلاخره د اساسي قانون خلاف وبلل،‌ چې په وینا یې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې پارلمان د کابینې د معرفي کولو چیغې وهي، خو حکومت تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې غړو هم د جرګې له مشر سره په یوه خوله د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، چې څومره ژر کېدای شي، کابینه دوی ته معرفي کړي، ځکه چې د کابینې د ځنډولو له کبله په هېواد کې ناامني ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.‌

غلام حسین ناصري وویل: ''کله چې پکتیکا په وینو کې لولپه شوه،‌ ایا ددغو انسانانو وینې ارزښت نه لري؟‌ په دې هېواد کې څوک مسؤول دي؟‌ د ملي یووالي حکومت مسؤول دی، چې په سر کې یې ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله دي،‌ هغه چیغې یې چې د کمپاین پرمهال وهلې،‌ چېرې دي چې عملي کړې یې دي، ولې یې هېر شول؟‌ ولې د خلکو غم نه خوړل کېږي؟.''

یوې بلې وکیلې شکیبا هاشمي وویل: ''په تېرو ۸۱ ورځو کې تر ۸۰۰ ډېر افغانان وژل شوي .‌ دوی نه تحول راوست او نه اصلاحات.''

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption ابراهیمي د ملي یووالي د حکومت ځینې مشران د هېواد د ګټو او ولس او بلاخره د اساسي قانون خلاف وبلل

څور ورځې وړاندې د ملي یووالي حکومت چارواکو ویلي وو، د روان دسمبر تر پایه به د کابینې ټول غړي ولسي جرګې ته وروپېژني.

ولسي جرګې دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تر راتلونکو څو اونیو پورې د ژمنیو رخصتیو له کبله د پارلمان ور تړل کېږي، چې ټیک پنځه څلوېښت ورځې به د پارلمان دروازه بنده وي.

ورته مطالب