دانګام کې د پاڅونوالو یو مشر: ښځې او ماشومان تر ګواښ لاندې دي

Image caption د ولسوالۍ له مرکز نه ورغلي ځواکونه د سختو بریدونو سره مخامخ دي

د دانګام په ولسوالۍ کې لا هم سخته جګړه روانه ده، په اوومې ورځ هم افغان ځواکونه د پیل شوې جګړې لومړنیو ځایونو ته نه دي رسیدلي.

دکورنیو چارو وزارت سر پرست او امنیتي معین ایوب سالنګی هم دانګام ته ورغلي وو.

په هغه ځای کې چې امنیتي معین په کې د خبریالنو سره غږیده حتی هغه هم له بریدونو نه خوندي ځای نه وو.

زموږ همکار نعمت الله کریاب هم دانګام ته ورغلی او د خپلو سترګو لیدلی حال داسې کاږي: په ۷ ورځ هم د دانګام په جګړه کې هیڅ سوړوالی نه دی راغلی، ګڼ شمیر افغان پوځیان دغلته ورغلي، خو د دې جګړې د پیل لومړي کرښې ته لا ډیر واټن پاتې دی.

د ولسوالۍ له مرکز نه ورغلي ځواکونه د سختو بریدونو سره مخامخ دي او مخکې تګ ته نه پریښودل کېږي.

دکورنیو چارو وزارت سرپرست ایوب سالانګي د حالاتو دارزونې لپاره دانګام ته ورغلی وو.

هغه د نوو پلانونو په اړه غږیده خو بشپړ جزیات ېې نه ورکول.

خبریالانو د ساوونو او شینکي په سیمه کې کورونه ولیدل چې د اور لمبې ترې پورته کېدلې.

د ځاي خلکو د جګړې لیکې چې د طالبانو پر وړاندې ېې پاڅون کړی لا پخوا ماتې شوې، ښځې او ماشومان هم هلته پاتې دي د پاڅونوالو یو مشر حاجي موزمین پر حکومت نیوکه کوي او وايي، ټول وخت د پلان پر جوړولو تیر کړ.

موزمین وايي:"زه ډېر ناهیلې یم، زموږ سره بهرني وګړي جنګېدل بهرنیو وګړو زما سره جنګ کاوه حکومت وايي، پلان جوړو او په دغه بهیر کې زموږ ماشومان او مال هر څه له منځه لاړل ښځې او ماشومان د وسله والو له خوا تر ګواښ لاندې دي او حکومت وايي، چې موږ پلان جوړو، هغو ایسار پاتې دي د افغانستان دغو ځواکونو ته ګوره او دغو افغانانو او ماشومانو ته ګوره چې دلته ایسار دي."

د وسلوالو طالبانو زور لا نه دی مات، د دانګام پر څو کلیو د برید لپاره لوی شمېر طالبان راټول شوي او له هرې څوکې او درې لګیا دي بریدونه کوي.

د جګړې لومړنۍ لیکه د کارکوړ سیمه ده، هلته د افغان پوځیانو سرتیري ورغلي خو مخه ېې ډب ده، ځاي خلکو او ورغلو سرتیرو ویل د هوايي ځواک له ملاتړ پرته مخکې تګ درون ځاني زیان اړولی شي.

Image caption د دانګام پر څو کلیو د برید لپاره لوی شمېر طالبان راټول شوي

لا هم د جګړې له اړخه د اوښتي انساني زیان کره شمېر نه ده معلومه، دواړه لورې یو بل ته د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار هم د دانګام ګاونډ اسمار ته ورغلي، یو څه بشري مرستې هم اسد اباد ته رسېدلې خو زیانمن شوي لا ترې نه دي خبر.

افغان حکومت وايي، د افغان طالبانو سره پاکستاني هغه مله شوي، خوافغان طالبان وايي، جګړه دوي پیل کړې او پردي ورسره نشته همدارنګه دوی ور اوښتي زیانونه هم نه مني.

اوس جګړه د ولسوالۍ لور ته په رانژدې کیدو ده ځاي خلک اندیښمن دي که د طالبانو د دغه لوی چپاو مخه ونه نیول شي اسمار هم خوندي نه شي پاتې کېدای.

اوس چې د افغانستان د حکومت د لوړې کچې امنیتي کسان سیمې ته راځي ، حتمي ده چې د جګړې مخې د بدلولو لپاره به پر نوو اقداماتو غور کوي .

ورته مطالب