افغانستان کې د ايوپول ماموریت تر ۲۰۱۶ کاله وغځېد

Image caption اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره اوږد مهالې همکارۍ ته ژمنه ده

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت (ايوپول) د دوو نورو کلونو لپاره وغځېده.

دغه پرېکړه د اروپايي ټولنې له لوري شوې ده.

د پرېکړې پر بنسټ ايوپول به د ۲۰۱۶ کال تر پايه د افغانستان د پوليسو د مسلکيتوب په برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

اروپايي ټولنې دغه راز راتلونکی کال د خپل ماموريت لپاره څه دپاسه ۷۰ ميليونه ډالره بوديجه بېله کړې ده.

عبدالله ستانکزي په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي: د اروپايي ټولنې پوليسو د نورو نړیوالو ادارو تر څنګ د افغان پوليسو د مسلکي کېدو او روزنې په برخو کې هڅې کړې دي.

د دغې د پوليسو ماموريت (ايوپول) مسوولين وايي، په تېرو ۷ کلونو کې يې په دې برخه کې ډېر کارونه کړي، خو لا هم ځينې کارونه پاتې دي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به بشپړ شي.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې اداري اصلاحات، د افغان ملي پولیسو مسلکيتوب او د پولیسو او قضا تر منځ د اړیکو وده د دغه ماموريت مهمې دندې په ګوته شوي دي.

د دغه ماموريت مسوول کارل اوکه روګه بي بي سي ته وويل هڅه يې دا ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې د پوليسو او قضايي ادارو ترمنځ همغږي لا پراخه شي.

دغه ماموريت مسوول وايي:"په وروستيو کلونو کې موږ د ستر پرمختګ شاهدان يو، په ځانګړي ډول په عدلي، قضايي او د پوليسو برخه کې. په اصل کې ډېر کارونه شوي دي، په هغو خبرو کې چې ما د کورنيو چارو وزارت سره درلودې و مې ويل، چې د ځايي او ملکي پوليسو د پرمختيا او روزنې په برخو او دغه راز په استخباراتي برخه کې همکاريو ته ادامه ورکوو."

د انځور حقوق EupolAfg
Image caption دغه پرېکړه د اروپايي ټولنې له لوري شوې ده

ټاکل شوې وه د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي، خو د نوې پرېکړې له مخې دا ماموريت به اوس د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر تر وروستۍ نېټې وغځېږي.

دغې ټولنې راتلونکی کال د خپل ماموريت د دوام لپاره ۵۸ ميليونه يورو چې شاوخوا ۷۱ ميليونه ډالره کېږي بوديجه بېله کړې ده.

اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره اوږد مهالې همکارۍ ته ژمنه ده.

دوی ټينګار کوي هغه مهال يې چې ماموريت په افغانستان کې پای ته ورسېږي د ملګرو ملتو په چوکاټ کې د افغان پوليسو د مسلکي کېدو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانستان اوس شاوخوا ۱۵۰زره پوليس لري، خو ويل کېږي دغه پوليس زياتې روزنې ته اړتيا لري.

ورته مطالب