"امریکا دې ګوانتانامو کې پاتې افغان بندیان هم خوشي کړي"

د انځور حقوق AP
Image caption په کابل کې د امريکا سفارت له لورې خپره شوې خبرپاڼه د ګوانتانامو د څلورو زندانيانو خوشې کېدل د کابل او واشنګټن د اړيکو د لا پياوړتيا پر لورې يو ګام بولي.

افغان حکومت له امريکا غوښتي چې په ګوانتانامو زندان کې پاتې اته افغان زندانيان هم خوشي کړي.

امريکا تېره ورځ څلور افغان بنديان له ګوانتانامو زندان نه خوشې او افغان حکومت ته وسپارل.

د افغانستان د سولې عالي شورا د امريکا د دې ګام هرکلی کړی او ويلي يې دي دا به د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

په ګوانتانامو کې اوس ټول ۱۳۲ کسان بنديان دي، چې اته يې افغانان دي.

زموږ همکار عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې لیکلي د افغانستان د سولې عالي شورا وروسته له هغه ګوانتانامو زندان کې د پاتې اتو افغان بنديانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه چې د امريکا حکومت څلور افغانان خوشې کړل.

شاه ولي خان، خيالي ګل، عبدالغني او محمد ظاهر هغه څلور افغانان دي چې د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه خوشي شوي دي.

راپورونه وايي دغه کسان افغان حکومت ته سپارل شوي او وروسته به له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

په کابل کې د امريکا سفارت له لورې خپره شوې خبرپاڼه د ګوانتانامو د څلورو زندانيانو خوشې کېدل د کابل او واشنګټن د اړيکو د لا پياوړتيا پر لورې يو ګام بولي.

تر دې وړاندې امريکا نورالله نوري، عبدالحق وثيق، ملا فاضل آخند، خيرالله خيرخواه او حاجي محمد نبي عمري خوشې کړي وو، چې د طالبانو د سر سر مشران بلل کېږي.

دغه پنځه کسه څو میاشتې وړاندې د يوه امريکايي سرتېري په بدل کې خوشې شوي وو چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو د افغانستان په سوېل ختيځ کې نيولی و.

دغه وروستي څلور کسان چې له طالبانو سره د اړيکو په تور ګوانتانامو ته لېږدول شوي وو، داسې مهال خوشې کېږي چې د ملګرو ملتونو په نوي راپور کې ويل شوي ۲۰۱۴ د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو خونړی کال دی.

ملګرو ملتونو ويلي ښايي سږ کال د ولسي وګړو مرګ ژوبله له ۱۰ زرو واوړي او راپور د دغې مرګ ژوبلې کابو ۷۵ سلنه پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې خو طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

ورته مطالب