ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ ژمنه وکړه

د انځور حقوق difesa.it
Image caption آغلې پینوتي لکه د نورو لوېدیځو چارواکو په څېر د کال په وروستیو کې افغانستان ته راغلې ده، چې له خپلو پوځيانو سره یې کتلي دي.

د ایټالیا د دفاع وزیرې افغانستان ته د سفر په بهیر کې له افغان امنیتي ځواکونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان اقتصادي پراختیا لپاره د اوږدمهاله همکارۍ ژمنه وکړه.

روبرټا پینوتي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل، دغه مرستې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې کېږي.

ښاغلي غني دغه مرستې د افغانستان د ټیکاو او سولې په راتلو کې "فوق العاده مهمې" بللې دي.

ایټالیا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د ناټو په مشرۍ او د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی، چې تر ډېره یې مرستې د هېواد پر بیارغونې ورټولې وې.

ایټالوي ځواکونه په سوېلي کندهار ولایت کې مېشت وو، چې ددغه ولایت د بیارغاونې د ډلې چارې هم دوی مخته وړلې.

په تېره یوه لسیزه کې افغانستان کې د ایټالیا ۴۸ سرتېري وژل شوي دي.

تر راتلونکې یوې اونۍ پورې، چې ۲۰۱۴ میلادي کال پکې ختمېدونکی دی – په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي، چې بشپړ دفاعي او امنیتي مسؤولیتونه به د افغان امنیتي ځواکونو پر اوږو وچاول شي.

د انځور حقوق difesa.it
Image caption په تېره یوه لسیزه کې افغانستان کې د ایټالیا ۴۸ سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان دولت ټینګار لري، چې په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چاره یوازې پر افغان امنیتي ځواکونو پورې اړونده شي، او پاتې کېدونکي نړیوال ځواکونه به ملاتړی رول لري.

تېر کال، کابل کې له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره د ایټالیا لومړي وزیر انریکو لیتا خبري غونډې ته ویلي وو، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې پاتې کېدونکي ایټالوي ځواکونه له روزنې سره مرسته وکړي.

دغه ایټالوي لومړي وزیر دا هم وویل دا چې د ناټو په چوکاټ کې یې پوځیانو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې وسله واله مبارزه کوله، خو تر ۲۰۱۴ وروسته به یې افغانستان کې فعالیت او حضور بل ډول وي:

''تر ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې زموږ حضور بل ډول وي، چې زموږ ټول پام به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې ورټول وي. غواړم له دې فرصته په ګټې اخیستو افغانانو ته ډاډ ورکړم، چې تر ډېره به زموږ همکاري پر اقتصادي پرمختګ ورټوله وي''.

ایټالیا افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېري لري، چې تر ډېره لوېديځ هرات ولایت کې مېشت دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایټالیا دا ژمنه هم کړې وه، په هرات کې د مرمر ډبرو د پروسس په موخه پرمختللي او مدرن ماشینونه دې ولایت ته ولېږدوي.

وړاندې ایټالیا ویلي وو، چې د ناټو چوکاټ کې تر ماموریت پوره کېدا وروسته به افغانستان کې د ۵۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ سرتېري پرېږدي.

ایټالیا دا ژمنه هم کړې وه، چې په هرات کې د مرمر ډبرو د پروسس په موخه پرمختللي او مدرن ماشینونه دې ولایت ته ولېږدوي.

ایټالیا په دې برخه کې ۵۰ ميلیونه ډالره پانګونه کړې ده.