افغانستان او پاکستان تر منځ د ترهګرۍ ضد هوکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري وایي د عملیاتو همغږي او د استخباراتي مالوماتو شریکول د دغې هوکړې مهم ټکي دي.

د افغانستان او پاکستان پوځي مشرانو د دوه اونیو په منځ کې دوه ځله سره لیدنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همغږیو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یې یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې لړۍ وروسته له هغې په پاکستان کې زور واخیست چې په دغه خاوره کې پر یوه پوځي ښونځي برید وشو.

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې د دغه هیواد له ستر درستیز شیر محمد کریمي وغوښتل چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې لیکي د پاکستان د پوځ لوی درستیز له خپل افغان سیاله غوښتلي وو چې په دې تړاو یوه هوکړه لاسلیک کړي.

دغه هوکړه لیک د افغانستان او پاکستان ترمنځ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي مشر جنرال جان کمبل په حضور کې داسې مهال لاسیلک کېږي چې د پولې دې غاړې، افغانستان کې هم د وسلوالو مخالفینو بریدونه ډېر شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري وایي د عملیاتو همغږي او د استخباراتي مالوماتو شریکول د دغې هوکړې مهم ټکي دي.

په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د سرحدي مرستو په نامه د دواړو هېوادونو تر منځ څو مرکزونه جوړ شول، چې موخه یې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د همغږۍ ډېر والی او له ترهګرۍ سره مبارزه وه.

وړاندې تر دې افغانستان، پاکستان او نړیوالو ځواکونو هم یو ګډ سرحدي کمیسیون جوړ کړی و.

دغه کمیسیون په هرو دریو میاشتو کې ناسته درلوده او تر دې دمه یې له ۳۵ ډیرې ناستې درلودې، خو ظاهراً دغه ناستې د دواړو هېوادونو د امنیت د ټینګښت لپاره ګټورې نه وې.

اوس مهال پوښتنه راپورته کېږي چې دغه هوکړه له نورو هوکړو سره څه توپیر لري؟

سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت د نوي حکومت په رامنځته کېدو او د پاکستان د نوي ټاکل شوي لوی درستیز په راتلو د دغې هوکړې په لاسلیک خوښي څرګندوي، خو یو شمېر افغان کارپوهان وایي د پاکستان په ریښتینولۍ باور نه لري.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وایي دغه ډول ناستې او هوکړې ډیرې شوې خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره یو شمېر څارونکو له ډېرې مودې راهیسې غوښتي و چې دواړه خواوې له لا نورې همغږۍ کار واخلي او دواړو سرحدي غاړو ته د طالبانو پوستې په نښه کړي.

په وروستیو څو کلونو کې افغانستان او پاکستان په یو بل د خپلو خاورو د نا امنیو تورونه پورې کوي.

ورته مطالب