سوریه کې افغان بندي: د میاشتې په ۶۰۰ ډالر جنګېدم

د انځور حقوق
Image caption د ۲۰۱۳ کال په مني کې په لومړي ځل په ځینو رسنیو کې راپور خپور شو، چې افغانان د سوریې په جګړه کې ښکېل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې يوه خپره شوې ویډیو ښيي، هغه افغان چې په سوریه کې د حکومت په پلوۍ جنګیده، ګواکې د بشار اسد مخالفانو ژوندی نیولی دی.

دغه افغان چې په فارسي ژبه خبرې کوي وايي چې ایراني پوځیانو د میاشتې ۶۰۰ ډالرو په بدل کې د سوریې جنګ ته لیږلی و.

یاد شوی افغان چې ۴۵ کلونه عمر لري، وايي د نشيي توکیو د لېږد په تور ایران په ۶ کلن بند محکوم کړی و، خو اوس په سوریه کې بندي دی.

په سوریه کې د افغانانو د جنګېدو خبرونه پخوا هم خپاره شوي وو، خو دا نوې ده چې د بشار اسد د حکومت په پلوۍ جنګېدونکی افغان د مخالفونو منګولو ته پرېوتی دی.

په ۸ دقیقې اوږده ویډیو کې یو کس څو جملې فارسي وايي، په ویډیو کې له نیول شوي کسه پوښتنې ګرویږنې کیږي.

دا د مراد علي د برخلیک لوبه ده چې وايي په ایران کې د نشيي توکیو د پټ لیږد په تور په ۶ کلن بند محکوم شو، خو د سوریې جګړې ته واستول شو چې اوس هلته د جګړې بندي دی:

"زه له ایرانه راغلی یم،ایران جګړې ته را استولی یم، د افغانستان اوسېدونکی یم، زه په ایران کې د نشيي توکیو د قاچاق له کبله پر شپږ کلن بند محکوم شوی وم، په ایران کې مې د پنځه ورځو لپاره پوځي زده کړې کړي، دلته څوک نه روزل کیږي، دلته مې لس ورځې تیرې کړې دي، او دا لومړۍ جګړه وه چې موږ په کې برخه واخیسته."

خپلواکو سرچینو تر دې مهاله د خپرې شوې ویډیو سپناوی نه دی کړی، خو د "انټرنیشنل بیزنیس ټایمز" په نامه ویبپاڼې چې له نیویارکه خپرونې کوي، د تېرې سه شنبې پر ورځ یې لیکلي وو، يو شمېر هغه افغانان چې په سوریه کې د بشار اسد پر پلوۍ جنګیدل د ازادې سوریې په نامه جنګیالیو برمته کړي دي.

راپور د سوریې د بشر د حقونو د څرګندونو پر بنسټ لیکلي وو، چې د بشار اسد حکومت له ډیرو میاشتو راهیسې افغانان په خپله ګټه له وسلوالو مخالفانو سره جنګوي، هغه افغان چې په سوریه کې د مخالفو جنګیالیو لاسونو ته پریوتي له څرګندونو یې بریښي چې ایران د پیسو په ورکولو سره هڅه کړې چې دغو افغانانو ته مذهبي انګیزه هم ورکړي:

"هره میاشت دوه میلیونه پیسې راکوي چې شپږ سوه ډالر کیږي، ایرانیانو موږ ته دی وویل چې د حضرت زینب مزار ړنګوي، د حجر بن عدی مزار یې وران کړ، د حضرت رقیې مزار هم ورانوي، موږ شاوخوا ۱۵۰ کسان وو، په دوی کې د هر ځای خلک وو، پاکستاني شته، افغانان شته، ایرانیان شته، د حزب الله کسان هم شته."

د ۲۰۱۳ میلادي کال په مني کې د لومړي ځل لپاره داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې یو شمیر افغانان هم د سوریې په جګړه کې ښکیل دي، یو شمیر راپورونو کې راغلي وو، چې ګواکې ایران د میشتیندنې د لاسوندونو او پیسو د ورکړې په بدل کې دغه افغانان د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته استوي.

اوس دلته په افغانستان کې هغه کورنۍ ډیرې په اندیښنه کې دي چې خپل خپلوان یې د کار لپاره ایران ته تللي دي، د غزني ولایت یو وسیدونکی له همدغې ډلې دی:

"نوم سید شریف دی د غزني وسیدونکی یم، دوه تنه ورونه مې له شپږو کلونو راهیسې په ایران کې دي، دوه درې میاشتې مخکې یې زنګ وهلی و، ویل یې چې موږ افغانستان ته درځو، اوس نه ده جوته چې کومه خوا تللي دي، چې زنګ ورته وهو شمیره یې ګل وي اندیښنه مو دا ده چې سوریې ، ترکیې یا عراق ته د جګړې لپاره نه وي تللي، زه د خپلې سیمې لس دولس کسان پیژنم چې د سوریې او عراق جګړې ته تللي دي."

د انځور حقوق
Image caption په وېډیو کې نیول شوی په فارسي ژبه وايي، نوم یې مراد علي او ۴۵ کلن دی، چې ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور شپږ میاشتې بندي شوی او اوس په سوریه کې بندي دی.

افغان حکومت هم دداسې راپورونو ور رسیدو خبره کوي، چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ښکیلتیا خبره کوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج وايي داسې کره لاسوند نه لري چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو شتوالی ثابت کړي:

"مخکې ادعاوې شوې وې، چې ایران سوریې ته د اسد د نظام په ملاتړ افغانان جګړې ته استوي، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ځینې افغانان د اسد پر خلاف د جګړې لپاره سوریې ته ځي، موږ په ایران کې له خپلې نمایندګۍ سره وغږېدو، هغوی له ایراني چارواکو سره وغږېدل، چې دوی دا موضوع کاملاً رد کړې ده."

له ښاغلي سراجه مو دا هم وپوښتل چې په سوریه کې یوه افغان بندي ځان افغان بولي څه مرسته ورسره کولای شئ، ځواب دا و چې کره سرچینه نه وي هیڅ هم ورسره نه شي کولای.

دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې خواله رسنیو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د قبرونو داسې انځورونه خپاره کړي چې ګواکې په ایران کې خاورو ته سپار شوي دي.

ورته مطالب