"کندز کې یو ځانمرګی له برید مخکې نیول شوی"

Image caption د هلک د کورنۍ غړو پولیسو ته ویلي خپل زوی یې د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته استولی و.

د کندز سیمه اییزو چارواکو د یوه ممکنه ځانمګري برید کوونکي ویډیو رسنیو سره شریکه کړې چی د پنجشنبې پر ورځ دغه ولایت کی نیول شوی دی.

دغه ځوان هلک ۱۸ کاله عمر لري. د کندز پولیس وايي غوښتل یی د دې ولایت د کابل بانک ولایتي څانګه کې ځانمګری برید ترسره کړي چی د پولیسو د استخباراتو ادارې له خوا ونیول شو.

د هلک د کورنۍ غړو پولیسو ته ویلي خپل زوی یې د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته استولی و.

زموږ همکار احمد یما په خپل رپوټ کې د دغه افغان ځوان له خولې لیکي چې دی پاکستان کې د درس ویلو پر مهال د ښوونکو له خوا ځانمګري برید ترسره کولو ته وهڅول شو چې بیا په همدې موخه کندز ته ولېږدول شو.

په هغه ویډیو کې چې د پولیسو له خوا رسنیو ته استول شوې، دغه افغان ځوان وایي:

"مور او پلار مې زه پاکستان ته ولېږلم چې هلته دیني زده کړې وکړم. اته میاشتې مې زده کړې وکړې، بیا ماته وویل شول چی لاړ شه د ځانمرګي برید کورس ووایه."

"زه لاړم او هلته مې زده کړې وکړې. پچه مې واچول شوه او زما نوم کندز ته ووت. بیا یې زه کندز ته واستولم چی لاړ شه او هلته د کابل بانک جعلي کارت واخله او ځانمرکی برید وکړه چی ته جنت ته ځې."

دا لا څرګنده نه ده چې له هلک نه دغه اعترافونه په کومو شرایطو کی اخیستل شوي دي.

د پولیسو ویاند سید سرور حسیني وایي د کشفي اداراتو د راپورونو پر بنسټ دغه ځوان د کندز دشت ابدان سیمه کې هغه مهال چی د کندز ښار خوا ته روان و د پولیسو استخباراتو مدیریت له خوا ونیول شو.

ښاغلی حسیني وایي د هغو کسانو چی هلک یې کندز ته لېږدولی د نیولو هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه: "دغه کس د کندز ښار کی نه ساتل کېده. له پاکستانه چې راغی نو موږ دلته د کندز امام صاحب پر لوی لارې د ابدان په دښتنه کې ونیو."

ورته مطالب