د مرغومي ۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ۳۵ کلیزه

د انځور حقوق Reuters

د مرغومي شپږمه د افغانانو په تاریخ کې هغه ورځ ده چې پخواني شوروي لښکر پر دغه هېواد یرغل وکړ او د تاریخ له دې څپې ۳۵ کال تېریږي او نن ورځ (مرغومي ۶/دسمبر۲۷) پر افغانستان د سره لښکر د يرغل له ۳۵ کلیزه سره برابره ده.

د وخت شوروي اتحاد په دغه ورځ له خپلو ۱۰۰زرو سرتېرو سره افغانستان ته راغی او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

خو افغانانو مقاومت وکړ او د نژدې ۱۰ کلنې جګړې په پايله کې روسان له افغانستان نه وتو ته اړ شول.

په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ روسي ځواکونه او له يونيم ميليون زيات افغانان ووژل شول.

Image caption شوروي غوښتل د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، خو ځواکونه يې په نيمه لار کې پاتې شول

درې نيمې لسېزې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد سرتېري د هغه څه لپاره چې دوی له جهادي ډلو د افغانستان دفاع بلله، دغه هېواد ته راغلل.

دوی د هغو ډلو د ټکولو او ماتولو لپاره راغلل چې ویل کېږي د امريکا او يو شمېر نورو شوروي ضد هېوادونو خواخوږي ورسره وه.

شوروي غوښتل د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، خو ځواکونه يې په نيمه لار کې پاتې شول.

روسي ځواکونه چې د وخت په ښو وسلو سمبال وو، نژدې لس کاله د افغان مجاهدينو پر وړاندې وجنګېدل او نژدې ۱۵۰۰۰ سرتېري يې په افغانستان کې ووژل شول.

جګړې افغانانو ته هم درنه مرګ ژوبله واړوله، يو نيم ميليون کسان ووژل شول، تر دې ډېر معيوب او ميليونونه نور کډوال شول.

Image caption روسي ځواکونه چې د وخت په ښو وسلو سمبال وو، نژدې لس کاله د افغان مجاهدينو پر وړاندې وجنګېدل

ډېری شنونکي په دې اند دي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي يرغل د دغه هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخې ته دروند زيان واړاوه او د سيمې هېوادونو ته يې د مداخلې فرصت په ګوتو ورکړ.

د ډېری جهادي ګوندونو او يو شمېر سياسي کړيو په منځ کې د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ يادېږي، او رسنۍ يې هم په بېلابېلو اړخونو بحثونه کوي.

ورځپاڼې د دغې ورځې د يادولو لپاره خپلې سرمقالې او مهم مطالب همدې موضوع ته بېلوي او يو شمېر تلوېزيونونه د هغه مهال د جګړو مستند فلمونه خپروي.

ورته مطالب