غزني کې چاودنې ۵ سیمه ییز پولیس وژلي

د انځور حقوق
Image caption په پېښه کې نورو امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د سیمه ایزو پولیسو ځايي قوماندان فضل الله له خپلو څلور ساتونکو سره یوځای وژل شوی اویوبل تن یی هم ټپي شوی دی.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ساپی وایي، چې قوماندان فضل الله له خپلو ملګرو سره د زرکشان په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره له مخامخ نښتی وروسته د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

ویل کېږي قوماندان فضل الله په پیل کې په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې دې د پاڅونوالو مشري کوله.

بل خوا د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې(دسمبر ۳۰) د ملي اردو پوستې ته څېرمه ځانمرګی برید وشو.

ځانمرګي بریدګر غوښتل، چې له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته د ملي اردو پوستې مخې ته چاودنه ورکړي خو د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پیژندلو وروسته پرې ډزې کړې.

د یادو ډزو له امله بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې ځانته چاودنه ورکړې، چې له امله یې بریدګر وژل شوی، او په دغه پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری هم سربیرن ټپي شوی دی.

په پېښه کې نورو امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو په عین حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي په دغې پیښه کې د ملي اردو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

ذبیح الله مجاهد د دواړوپیښو مسولیت اخیستی دی.

ورته مطالب