کابل کې یو ځانمرګی بریدګر او ۱۶۵ کسان د جنايي پېښو په تور نیول شوي

Image caption ښاغلي رحيمي وايي، دغه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د يکشنبې پر ورځ د نورو ملګرو سره يو ځای د کابل په بېلا بېلو برخو کې ځانمرګي بريدونه وکړي

د کابل پوليس وايي، په تېرو دوو اوونيو کې يې يو ځانمرګی بريدګر او ۱۶۵ نور کسان د جنايي پېښو په تړاو نيولي دي.

پوليسو د قتل او وسلوالو غلاو په تور هغه بانډونه رسنيو ته وښوول چې دوی په تېره يوه اوونۍ کې نيولي وو.

په وروستيو کې کابل ښاريان وسلوالو غلاوو او وژنو سخت اندېښمن کړي وو.

کابل پوليس وايي، په تېرو ۱۵ ورځو کې يې د ښار په بېلابېلو سيمو کې ۱۶۵ کسان د وژنو، وسلوالو غلاوو، د موټرو د لمبر پلېټونو د پټولو او جعلي سيمکارتونو د جوړولو په تور نيولي دي.

وژنو او وسلوالو غلاوو کابليان اندېښمن کړي او بيا بيا يې له امنيتي چارواکو غوښتي، چې د دغو کسانو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

که څه د کابل پوليس د تېرو دوو اوونيو پرتله د جنايي پېښو د ۵۶ سلنې کموالي ادعا کوي، خو په ښار کې وسلوالې غلاوې او وژنې دوام لري.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته د وسلوالو غلو او قاتلينو ترڅنګ يو ځانمرګی هم وروښود، چې دوی نيولی دی.

ښاغلي رحيمي وويل، دغه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د يکشنبې پر ورځ د نورو ملګرو سره يو ځای د کابل په بېلا بېلو برخو کې ځانمرګي بريدونه وکړي.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي وايي:"غوښتل يې چې ځانمرګی بريد وکړي. او له دې پرته له دا چې دی بلد و غوښتل يې د ځانمرګو يوې درې کسيزې ډلې ته زمينه برابره کړي، چې ځانمرګي بريدونه وکړي. د دوی مشخص هدفونه هم معلوم و، چې هغه د هوايي ډګر څلور لارې او درې نورې سيمې وې."

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنيت ادارې هم په کابل کې د يوه ځانمرګي بريدګر او د هغه د دوو همکارانو د نيولو خبر ورکړی.

اوس د افغانانو په ځانګړي ډول د کابليانو لپاره نه يوازې چې د ځانمرګو بريدګرو نيول مهم خبر دی، بلکې د وسلوالو غلو او وژونکو نيول هم ورته ښه خبر دی.

ورته مطالب