ارزګان کې وسله والو ۳ افغان ډاکټران تښتولي

د انځور حقوق BBCPashto.com

ارزګان ولایت کې نامعلومو وسله والو ۴ تنه روغتیائي کارکوونکي تښتولي دي.

بل لور ته د ارزګان ځايي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د افغانستان د روغتیایي او پرمختیایي خدمتونو د موسسې اړوند ۴ تنه روغتیایي کارکونکي تښتولي دي.

چارواکي وایي، چې د روغتیایي کارکونکو دغې ګرځنده ډلې غوښتل د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د عاشیر کلي اوسېدونکو ته روغتیایي اسانتیاوې چمتوي کړي، چې وايي د لارې په اوږدو کې د وسله والو له خوا نیول شوي او نا څرګند لور ته یې بیولي دي.

د ارزګان ولایتي ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایي، چې په تښتول شویو کسانو کې درې ډاکټران او یو موټر چلوونکي شامل دي.

ښاغلی ناياب وایي، د روغتیایي کارکونکو دغې ډلې پرته له دې، چې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي سیمې ته سفر کړی و.

چارواکي وایي، چې د دغو کارکونکو موندنې لپاره یې په سیمه کې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د افغانستان د روغتیايي او پرمختیايي خدمتونو موسسه تر ډېره د افغانستان په ناامنه سیمو کې فعالیتونه کوي او ډېر کله هغو سیمو ته هم ځي چې د وسله والو تر ولکې لاندې وي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب