افغانستان کې د ناټو د "هدفي وژنو" سپيناوى له جرمني غوښتل شوى

د انځور حقوق AP

د جرمني دولت مخالفو ګوندونو د هغه راپور په اړه د څېړنو غوښتنه کړې، چې ګني بهرنیو استخباراتو او پوځ په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره د ځینو طالبانو په "هدفي وژنو" کې همکاري کړې ده.

د جرمني "شپیګل" ورځپاڼې د تېرې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۲۸) په یوه راپور کې ویلي، چې د ناټو د پټو معلوماتو له مخې، جرمني د هغو هېوادونو په کتار کې و، چې د شکمنو طالب جنګیالیو نومونه یې د هغو کسانو په لست کې شامل کړي وو، چې "باید ووژل" شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د جرمني پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازي یان ون آکن ددغه راپور په اړه د "هر اړخیزې پلټنې" غوښتنه کړې، چې ایا په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو او پوځ له خوا له کومې محاکمې پرته د ځینو کسانو د وژلو په اړه له معلوماتو ګټه اخیستل شوې او که نه؟

د پارلمان یوه بل وکیل اګنیسکا بروګر ویلي "دا مساله چې ایا بهرنیو استخباراتو او پوځ جرمني د وژنې په تړاو د ایساف په عملیاتو کې ورګډ کړی او که نه، باید ژر ترژره روښانه شي."

د جرمني د پوځ ویاند مارکوس بک په دې لیست کې د دغه هېواد د پوځيانو له معلوماتو ګټه اخیستنه تایید کړې ده، خو وايي، جرمني یوازې د هغو کسانو د نیولو غوښتونکی و، چې نومونه یې په دغه لیست کې ور اضافه شوي دي.

ښاغلی بک اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: "په ټولو هغو پوځي عملیاتو کې چې له جرمني ځواکونو سره په ګډه شوي، هدف یوازې د مطلوبو کسانو نیول وو."

وړاندې د جرمني "بیلډ" په نامه ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه جرمن قومندان له قوله لیکلي وو، چې دغه قومندان د هغه یوه شکمن طالب د "خنثی کولو" یا نیولو غوښتونکی و، چې نوم یې په دغه لیست کې راغلی و.

ښاغلی بک ددې څرګندونې په غبرګون کې ویلي، د ناټو په چوکاټ کې د "خنثی" کولو له توري هدف وژل نه دي.

"شپیګل" مجلې "د اوباما لیست: افغانستان کې د هدفي وژنو مشکوکه تاریخچه" په نامه راپور کې ادعا کړې ده، چې د ناټو محرمو اسنادو ته یې لاسرسی موندلی، چې ښيي امریکايي، بریتانوي ځواکونو او د هغوی ملاتړو د ځینو مشخصو کسانو په وژلو کې یوه مشترکه لوبه مخته وړله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د "شپیګل" مجلې راپور په هماغه ورځ خپور شوی، چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې تر دیارلس کلنې جګړې وروسته په رسمي توګه د خپلو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو اعلان وکړ.

دغه مجله وايي، د هغو اسنادو پربنسټ، چې د امریکا د ملي امنیت یوه مخکیني مامور اډوارډ سنوډن افشا کړې وو، ناټو په افغانستان کې نه یوازې د طالبانو غړي په نښه کول، بلکې په لیست کې یې د نشه يي توکو د نورو قاچاق وړونکو نومونه هم وو.

ددغې مجلې د راپور له مخې، نوي اسناد ښيي، چې ناټو ان ځینې وخت هغه افغان پوځيان چې د ناټو پرضد په بریدونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو، یا یې له طالبانو سره د یوځای کېدو هوډ درلود، هم په دغه لیست کې شامل کړي چې باید ووژل شي.

"شپیګل" لیکي، ځینې نور کسان هم د لازمو معلوماتو په راغونډولو کې دغه لیست ته وراضافه شوي وو، چې په دې ډله کې د افغانستان د شمالي بلخ ولایت والي عطا محمد نور هم و، چې په ۲۰۱۰ کال یې نوم دغه لیست ته وراضافه شوی و.

ښاغلي نور د دې په غبرګون کې ویلي که د هغه نوم د ناټو د "دښمنانو" په لست کې شامل و او بهرنیو ځواکونو غوښتل دی له منځه یوسي نو "واضحه ده چې افغانستان کې د نورو شخصیتونو وژنو کې هم د بهرنیانو لاس و او کورني دښمنانو او طالبانو په کې رول نه درلود".

خو نوموړي وویل چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېد کیمبل د افغانستان اجرايوي مشر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ویلي چې په دې لست کې د نوم شامېلېدل په دې معنا نه دي چې ګنې ناټو د دوی د له منځه وړلو پلان درلود.

ښاغلي نور همدا راز پر دې هم نیوکه کړې چې د ده نوم د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو په ډله کې شامل شوی او ویلي يې دي چې دې چارې د ده "عزت او حیثیت" ته تاوان رسولی دی.

دغه مجله لیکي، داسې اسناد یې تر ګوتو کړي، چې ښيي د ناټو د هدفي وژنو په لیست کې ځینې داسې کسان هم دي، چې پاکستان کې اوسېږي.

د "شپیګل" مجلې راپور په هماغه ورځ خپور شوی، چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې تر دیارلس کلنې جګړې وروسته په رسمي توګه د خپلو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو اعلان وکړ.

ورته مطالب