"د طالبانو یوه پلاوي خبرو لپاره چین ته سفر کړی"

د طالبانو مشرانو تر دې مخکې هم د قطر له دفتره ایران، جاپان، فرانسې او المان ته سفرونه کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د طالبانو مشرانو تر دې مخکې هم د قطر له دفتره ایران، جاپان، فرانسې او المان ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د دوی یوه پلاوي چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره بیجنګ ته سفر کړی دی.

له اسلام اباده زموږ خبریال په خپل رپوټ کې لیکي چې طالبانو چین ته د سفر موخه له چینايانو سره د خپل دریځ شریکول ښودلې ده.

ویل کېږي دغه سفر نږدې یوه نیمه میاشت مخکې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو له خوا ترسره شوی دی.

طالبانو ویلي دغه هېواد کې فعال دفتر لري او مرکچیان یې هم په کې موجود دي.

ویل شوي د طالبانو یوه مشر دین محمد حنیف د سفر مشري کړې وه.

د طالبانو مشرانو تر دې مخکې هم د قطر له دفتره ایران، جاپان، فرانسې او المان ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په پیغامونو کې څو ځلې ټینګار کړی چې طالبانو سره د اړیکو او خبرو لپاره همدغه د قطر دفتر یوازینۍ لاره ده.

د طالبانو او چین چارواکو تر منځ وړاندې هم اړیکې موجودی وې چې تېر ځل دوی په اسلام کې خبرې اترې کړې وې.

اسلام اباد کې د چین او پاکستان د انسټیټوټ مشر سناتور مشاهد حسین سید دغه لیدنه تاید کړې ده.

ښاغلی سید چې د پاکستان د سنا په مجلس کې د دفاعي کمېټې مشر دی وايي چین د افغانستان د سولې په بهیر کې اغېزناک رول لوبولی شي ځکه دا هېواد په افغانستان کې په پوځي ډول ښکېل نه دی پاتې شوی.

پخوا چین افغانستان کې یوازې اقتصادي رول درلود خو اوس غواړي دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د امریکا او ناټو د جګړه اییزو ماموریتونو له پای وروسته د سولې په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.