د جنورۍ ۱، د ځینو افغانانو د زوکړې ورځ، اسانتیا که بې خبري

Image caption سږ کال د کلیزې په توګه د افغانانو لپاره د جنورۍ لومړۍ نېټه پر یوې نړيوالې کیسې اوښتې چې ځینو نړیوالو معتبرو رسنیو هم دا موضوع راخیستې ده.

د ګڼ شمېر افغانانو لپاره د جنورۍ میاشتې لومړۍ نېټه د زوکړې د ورځې په توګه پر یوې نړیوالې کیسې اوښتې ده. له تېرو دوو کلونو راهیسې دې موضوع ځان ته د ځینو نړیوالو معتبرو رسنیو پام ور اړولی دی.

د افغان وګړو په منځ کې د خواله له رسنیو ګټې اخیستو او دودېدو ورو ورو د ډېرو پام ځان ته اړولی، چې ولې د یو شمېر افغانانو ځان ته د جنورۍ لومړۍ نېټه د زوکړې ورځ ټاکلې ده.

په دې وروستۍ لسیزه کې، میلیونونه افغانان له هېواده بهر ته تللي، چې د خپلې زوکړې نېټې یې باید ټاکلې وای، ځکه چې هغه مهال په افغان پېژندپاڼو کې کال او عمر نه لیکل کېدل.

خو په وروستیو کلونو کې افغانستان کې ژوند څه ناڅه ډیجیټلي شوی، او د کار څرنګوالی پر دقیقې نېټې پورې تړلی دی.

د دندې، وېزې او ان پر انټرنېټ د پاڼې او اکونټ جوړولو لپاره وړاندیز لیکونو کې باید د زوکړې کال، میاشت او ورځ ولیکل شي.

دغه نېټه د ګڼو هغو لپاره، چې د کلیزې ورځ یې ټاکلې ده، ریښتینې بڼه نه لري، بلکې ځینې هغه کسان چې دا ورځ یې خپله کلیزه ټاکلې، په خوښیو، کېک خوړلو او شمو بللو یې لمانځي.

د انځور حقوق
Image caption د بریتانیا چاپ "انډپنډنټ" ورځپاڼې (د افغانانو د زوکړې هغه ورځ، چې نه پوهېږي کله زیږېدلي، مبارک) تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی، چې وايي، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د جګړو پرمهال په حکومت کې د نوو زیږېدونکو د ثبت سیستم څرک نه لګېده.

سږ کال د کلیزې په توګه د افغانانو لپاره د جنورۍ لومړۍ نېټه پر یوې نړيوالې کیسې اوښتې چې ځینو نړیوالو معتبرو رسنیو هم دا موضوع راخیستې ده.

د بریتانیا چاپ " انډپنډنټ" ورځپاڼې (د افغانانو د زوکړې هغه ورځ، چې نه پوهېږي کله زیږېدلي، مبارک) تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی، چې وايي، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د جګړو پرمهال په حکومت کې د نوو زیږېدونکو د ثبت سیستم څرک نه لګېده.

' واشنګټن پوست' ورځپاڼې هم دې موضوع ته ژوره کتنه کړې، او لیکي چې حکومت په رسمي چارو کې د زوکړې پر یوې اټکلي هجري لمریزې نېټې بسنه کوي.

ددغې ورځپاڼې څرګنده اشاره د پېژندپاڼو اخیستو بهیر ته ده، چې لاهم د افغانستان په ګڼو سیمو کې یوازې د انسان څېرې ته کتل کېږي او اټکلي عمر یې لیکل کېږي.

د بېلګې په توګه، په پېژندپاڼه کې لیکل کېږي چې په ۱۳۹۰ کال کې دوولس کلن.

د انځور حقوق
Image caption 'واشنګټن پوست' ورځپاڼې هم دې موضوع ته ژوره کتنه کړې، او لیکي چې حکومت په رسمي چارو کې د زوکړې پر یوې اټکلي هجري لمریزې نېټې بسنه کوي.

دغې موضوع د ګڼو افغانانو په منځ کې یولړ پوښتنې پیدا کړې، خو د پړې ګوته یې تر ډېره د کورنیو مشرانو ته نیول کېږي، چې ولې یې د زوکړې د ورځې په یاداشت کولو کې ناغیړي کړې ده، له دې ډلې یو هم ۳۰ کلن افغان خبریال رحیم ګل څاروان دی، چې د زوکړې ورځ یې د ځان لپاره د جنورۍ لومړۍ نېټه ټاکلې ده:

"په ټولنیزو رسنیو کې بیخي دود شوې ده، چې زیاتره کسان د جنورۍ لومړۍ یا وروستۍ نېټې د خپلې زوکړې لپاره ټاکي، دا هم یو لامل دی چې زیاتره کسان تاریخ ورکي وي، د زوکړې نېټه یې مالومه نه وي، نو بیا د جنورۍ لومړۍ او دویمه نېټه د خپلې زوکړې ورځ غوره کوي."

ډاکټر صمد علي شاه هم د هغو کسانو په ډله کې دی، چې د زیږېدو ورځ یې د جنورۍ لومړۍ غوره کړې. دی وايي، زیاتره ځوانان له دې کبله د خپلې زوکړې ورځ د جنورۍ لومړۍ نېټه ټاکي، چې په تحصيلي او نورو اړتیا وړ لاسوندونو کې یې د زوکړې ورځ یوه وي:

"په افغانستان کې دا یوه عامه ستونزه ده، چې زما په نظر نژدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د خپلې زوکړې دقیقه نېټه نه ده مالومه، یوازې کال ورته مالوم وي، خو د دقیقې ورځې پیدا کول ورته ستونزمن کار وي.خو کله چې د ښوونځي، پوهنتون یا د کار اسنادو لپاره دقیقه ورځ پکار وي، باید د سړي د پیداښت دقیقه ورځ په یاد وي."

که څه هم دغې ډلې افغانانو د اسانۍ لپاره د خپلې زوکړې ورځ د جنورۍ لومړۍ نېټه ټاکلې ده، خو هغه کلیوال خلک چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو اوښتي، د خپلې زوکړې د ورځې په اړه بېله کیسه لري.

ډګروال میر سیدخېل اوس ۷۳ کلن دی، چې خپله تجربه داسې بیانوي:

"پخوا په کلیوالو سیمو کې لیک لوست ډېر کم و، نو د اولادونو د زیږېدنې نېټې به یې نه شوای ثبتولی، په یوه ډېره لویه سیمه کې به یو ملا و، چې د خلکو د بچیانو د زوکړې نېټې به یې د قرآن شریف په یوه پاڼه کې یاداشتولې."

هغه څو لسیزې مخکې د نویو زیږېدونکو ماشومانو د زوکړې د نېټې د نه یاداشتولو لوی لامل د خلکو بې سوادي بللې، چې په وینا یې په کلیو کې به یوازې مذهبي کسانو د زوکړې ورځې یاداشتولې، خو کله به چې هغوی مړه شول یا به بل ځای ته ولېږېدل، نو یاداشت به هم کډه ورسره وکړه.

په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې د پام وړ له پرمختګ سربېره، لاهم په افغانستان کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو د ثبت یو معیاري سیستم نه شته.

خو په وروستیو کې د افغانستان دولت د ځینو رسنیو له لارې هڅه پیل کړې ده، چې کورنۍ د خپلو زیږېدونکو ماشومانو د زوکړې د نېټې ثبتولو ته وهڅوي.

د انځور حقوق

ددغو هڅو په لړ کې، د برېښنايي پاسپورټ اخیستلو پرمهال د زوکړې د دقیقې نېټې پوښتنه کېږي، که نه د پاسپورت اخیستو چارې یې مخته نه ځي. اټکل دی چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په پیلېدا به د زوکړې د نېټې د نامشخصوالي ستونزه تر یوه حده حل شي، خو ایا هغه نېټې چې د خلکو له خوا وړاندې کېږي، دقیقې به وي او که به لاهم غوراوی روښانه نه وي.

نه یوازې د افغانستان یو شمېر وګړو د جنورۍ لومړۍ نېټه د زوکړې ورځ ټاکلې ده، بلکې د یوه راپور له مخې، د ویتنام، سومالیا او سودان ځینو وګړو هم د کلونو جګړو او سیاسي بدلونونو له کبله د نویو زیږېدلو ماشومانو د زوکړې نېټې نه دي ټاکلې.

ورته مطالب