لسو کلونو کې د ماشومانو خوارځواکي ۲۰ سلنه کمه شوې

Image caption د ملګرو ملتو دغه اداره دا کمی د افغانستان لپاره يو ښه زېری بولي.

د ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف وايي په تېرو ۱۰ کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه نژدې ۲۰ سلنه رالوېدلې ده.

په افغانستان کې د يونيسف دفتر وايي لا هم اندېښنې پر خپل ځای دي، ځکه اوس هم ۴۰ سلنه افغان ماشومان په خوارځواکۍ کې ژوند کوي.

يونيسف په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ختمولو لپاره د افغان حکومت او مرستندويه ادارو له لوري د لا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

زموږ همکار عبدالله ستانکزي په خپل رپوټ کې لیکي له ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف ویلي په ۲۰۰۴ کال کې کابو ۶۰ سلنه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو، خو اوس دا کچه ۴۰ سلنې ته راښکته شوې ده.

د ملګرو ملتو دغه اداره دا کمی د افغانستان لپاره يو ښه زېری بولي.

په افغانستان کې د دغې ادارې وياند عزيز فروتن وايي د يونيسف په همکارۍ د افغان حکومت تازه سروې هيله بښونکې ده.

خو يونيسف د افغان ماشومانو په منځ کې پاتې ۴۰ سلنه خوارځواکي د اندېښنې وړ بولي او وايي د دغې سلنې د بيخي راټيټېدو لپاره بايد نور کوټلي ګامونه پورته شي.

د يونيسف په ګډون د نړیوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له لوري ماشومانو ته د خوړو د ورکړې پروګرام د خوارځواکۍ کچې په ښکته کېدو کې اغېزمن پرېوتی دی.

د روغتيايي چارو پوهان وايي که په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه و نه نيول شي، کېدای شي دا د راتلونکو نسلونو په قد، غټوالي او آن ځيرکتيا ناوړه اغېز وکړي.

ورته مطالب