عزیزالله لودین د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

Image caption ښاغلی لودين د ۲۰۰۹ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون مشر و.

د انتخاباتو کمیسون پخوانی مشر ډاکټرعزیزالله لودین د یکشنبې پر ورځ (جنورۍ څلورمه) په امریکا کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

ښاغلي لودین د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړی د ۲۰۰۹ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون مشر و.

ولسمشر حامد کرزي بیا په ۲۰۱۱ کال کې دی د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د مشر په توګه وټاکه.

ښاغلی لودين هغه مهال ویلي وو هڅه به وکړي چې قانون سم پلی کړي او له عدلي او قضايي ادارو سره د همکارۍ په ترڅ کې خپلې چارې پر مخ بوځي.

وروسته بیا نوموړي ظاهرا د هغو ناندريو او جنجالونو له امله استعفا وکړه چې د ټاکنو په تړاو راپورته شوي وو.

ده په ۲۰۱۲ کال کې د فساد په تړاو ویلي وو چې له ادارې سره یې د دولتي اداراتو، نه همغږي، د فساد پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

ښاغلي لودین همدا راز ویلي وو که ولسمشر حامد کرزی په حکومت کې د روان فساد پر ضد جدي مرسته نه کوي نو دا اداره دې وتړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د تسلیت په خپل پیغام کې ویلي:

"ډاکټر لودین د افغانستان د خلکو خدمتګار و چې په بېلا بېلو حکومتي ادارو کې په صادقانه ډول دندې ترسره کړې او خدمت کړی و. د نومړي مړینه یوه ضایعه ده."

"زه د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندې کوم او هغه ته له خدای ج د بښنې دعا کوم".