کابل هغه پلازمېنه ده چې منظم ترانسپورتي سیستم نه لري

Image caption د دولتي ټرانسپورت د نشتوالي له امله اوس خصوصي سکټور د نویو بسونو پر مټ کار پیل کړی

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، په پام کې لري، چې د ملي بس تصدي خصوصي سکټور ته ورکړي، دغه وزارت وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښاري تګ راتګ برخې ته د حکومت ډېر پام نه و.

د جګړو له کلونو وړاندې افغانستان د ښاري تګ راتګ یو سم ټرانسپورت درلود خو اوس چې دغه هېواد ته ملیاردونه ډالر هم راغلل، پلازمېنه ېې منظم ټرانسپورت نه لري.

له ګڼې ګوڼې ډک کوچنی ښار کابل د هغو پلازمېنو په لیکه کې دی، چې لا ېې د ښاري لېږد رالېږد سیستم نه دی جوړ شوی.

حکومتي ټرانسپورتي خدمات لږ او یا بیخي نه شته.

د دولتي ټرانسپورت د نشتوالي له امله اوس خصوصي سکټور د نویو بسونو پر مټ کار پیل کړی.

سره له دې چې د پلازمېنې کابل په واټونو کې لږ شمېر نوي بسونه ښکاري خو د میلیونونو وګړو د دغه ښار اړتیا نه شي پوره کولی، په ځانګړي ډول د ژمي په سړو ورځو کې.

بي بي سي خبریال د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د همدغه ډول یوه رپورټ د چمتو کولو پر وخت د ټرانسپورټ وزارت او د کابل ښاروالۍ ته ورغلی و.

Image caption کابل د نیم میلیون وګړو او لږ شمېر موټرو لپاره جوړ شوی، خو اوس په کې شاوخوا شپږ میلیونه انسانان اوسیږي او هره ورځ په کې له نیم میلیون نه ډیر ګاړی ګرځي

دغو دواړو ادارو هغه وخت د ښاري او برېښنايي بسونو د چمتوالی په اړه خبرې کړې وې. د خوږمن علومي د ښاري خدمتونو مرستیال لا یو ګام وړاندې اخیستی و او په کابل کې ېې د ځمکې لاندې ریل ګاډي یا میټرو د لیکې جوړولو ژمنه کړې وه.

دغه ټولې خبرې اوس د ټرانسپورټ د وزارت د پالیسۍ مرستیال جارالله منصوري ته به ګنګل لیکل شوې ښکاري او وايي، په تېرو ۱۳ کلونو کې د ښاري ټرانسپورټ ته حکومت پام نه و کړی.

دلومړي ځل لپاره په ۱۳۵۴ کال د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د کابل د ښاری لېږد رالېږد سیسټم جوړ شوی وو.

له کورنیو جګړو وړاندې په کابل کې له شپاړلس سوو ډېرو بسونو تګ راتګ کاوه.

په تېرو لسو کلنو کې هند، جاپان، پاکستان او ایران له زرو ډېر لوی بسونه افغانستان ته ورکړل خو تر لږې مودې وروسته له کاره وغورځول شول.

اوس دغه مرسته شوي بسونه د ملي بس د تصدۍ په هدیره کې پر بیدیا پراته دي.

په دغو کې ځینې داسې بسونه هم شته چې ګومان کېږي د څو میاشتو کارېدلو وروسته له کاره لوېدلي وي.

د دغه ریاست کارکوونکي وايي، د ملي بس د درې تم ځایونو ځمکه اته سوه ویجاړو شو بسونو نیولې او څه ېې په کباړ هم پلورل شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېرو لسو کلنو کې هند، جاپان، پاکستان او ایران له زرو ډیر لوی بسونه افغانستان ته ورکړل

احمد نذیر رضايي د ملي بس د تصدۍ ریس وايي، د درول شویو بسونو یو شمیر ېې په لږو پیسو جوړېدلی شي.

ویل کېږي مرسته شوي بسونه داسې کسانو ته ورکړل شوي وو چې جوړولو ته ېې پام نه کاوه او نه ترې پوښتنه کېدلی شوه.

کابل چې یو وخت ېې په سیمیزه کچه د ښاري تګ راتګ کم ساری سیستم لاره او په بابر باغ کې به ېې کلیزې ته د لوړې کچې چارواکي راتلل اوس له برمه پریوتې.

ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنې ته د کلیو نه د خلکو د راتګ ډېروالي په تېرو څو کلونو کې ډېر شوی، څه د کار د موندلو په لټه راغلي او ډېرو د نا امنیو له امله کډې راوړې، خو کوچنۍ پلا زمېنه د دومره نا بلل شوو میلمنو د ځایدو توان نه لري .

کابل د نیم میلیون وګړو او لږ شمېر موټرو لپاره جوړ شوی، خو اوس په کې شاوخوا شپږ میلیونه انسانان اوسیږي او هره ورځ په کې له نیم میلیون نه ډېر ګاډي ګرځي.

د دومره خلکو لپاره د ډېرو په وینا د ښاری بسونو د بیا جوړولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده، چې تر یوې کچې د ډېرو موټرو د ګرځېدو ځای نیولی شي.

ورته مطالب