کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو پر موټر ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

د کابل پولیس وايي، د ښار په ختیځه برخه کې له چاوېدونکو توکو یو ډک موټر په کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو له موټر سره جنګول شوی، چې لږترلږه یو ولسي وګړی پکې وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، برید کوونکی له چاوېدونکو توکو په یوه ډک شوي موټر کې سپور و، چې د اروپايي ټولنې د پولیسو پر موټر یې خپل موټر جنګولی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو دفتر منلې، چې د برید موخه د دوی د پولیسو یو موټر و. خو د احتمالي تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ منلی شو چې نن ماسپښین یوه بجه او ۲۴ دقیقې ختیځ ته د جلال اباد – کابل پر سړک د ایوپول پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو. په موټر کې سپاره کسان نه دي ټپیان شوي. باور کېږي، چې یوشمېر ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي. "

وسله والو طالبانو پرخپلې وېبپاڼې ددغه برید پړه منلې ده، خو ادعا کوي، چې په برید کې هدف شوی موټر "په ټولیزه توګه ویجاړ شوی او پکې سپاره [ځواکونه] قتل او ټپیان شوي دي."

د انځور حقوق AFP
Image caption برید کوونکی له چاودېدونکو توکو په یوه ډک کرولا موټر کې سپور و
د انځور حقوق AFP
Image caption د کابل پولیس وايي، وژل شوی او ټپیان ټول ولسي وګړي دي

طالبان وايي، یوه ملګري یې دا برید د کرولا په مټ کړی دی.

پېښه د دوشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا یوه بجه د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د ښار په ختیځ برخه کې شوې ده.

دا په یوه ورځ کې کابل کې دویمه چاودنه ده. نن ګهیځ د کابل هوايی ډګر ته څېرمه په یوه خځلنۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودل، چې تلفات یې نه لرل.

په وروستیو کې کابل کې امنیتي تدابیر ډېر ټینګ شوي. پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي او د ملي اردو سرتېري د ښار په ځینو برخو کې ځای پرځای شوي، او امنیتي کمربندونه یې ډېر کړي دي.

وړاندې هم د کابل – جلال اباد لویه لار د کابل په ختیځ کې پر بهرنیانو ورته بریدونه شوي دي.

نژدې یوه نیمه میاشت مخکې، یوه ځانمرګي برید کوونکي د بریتانیا د سفارت یو موټر په نښه کړ. په برید کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي وو او ۳۳ نور ټپیان وو.

Image caption په کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو دفتر منلې، چې د برید موخه د دوی د پولیسو یو موټر و. خو د احتمالي تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د انځور حقوق

د تېر ۲۰۱۴ کال په وروستۍ ورځ ناټو او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل جنګي ماموریت د رسمي پای ته رسولو اعلان وکړ.

د نوي ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو پنځو ورځو کې اوس د هېواد په ټولو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه د ټول هېواد امنیتي چارې مخته وړي.

ورته مطالب