"کابل کې ۵۰،۰۰۰ فعال جنراتورونو د هوا ککړتیا لا ډېره کړې"

د انځور حقوق MoI
Image caption په دې ورځو کې د کابل ډېری اوسېدونکي د ککړې هوا له امله له پيدا کېدونکو ناروغيو سرټکوي او ډېرې لږې داسې کورنۍ پيدا کېږي چې تنفسي ناروغۍ دې په کې نه وي

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي، اوسمهال په کابل کې په شپه او ورځ کې له ۵۰ زرو زيات جنراتورونه فعال دي او دې د هوا ککړتيا ډېره کړې ده.

دغه اداره وايي، تېر کال دا مهال کابل کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ جنراتورونه فعال وو.

په وروستيو مياشتو کې د اورښت نه کېدو د هوا ککړتيا کچه زياته کړې او دې د کابل ښاريان اندېښمن کړي دي.

په دې ورځو کې د کابل ډېری اوسېدونکي د ککړې هوا له امله له پيدا کېدونکو ناروغيو سرټکوي او ډېرې لږې داسې کورنۍ پيدا کېږي چې تنفسي ناروغۍ دې په کې نه وي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي، په وروستيو مياشتو کې د اورښت نه کېدو او له بې کيفيته سون توکو کار اخيستل د هوا د لا ډېرو ککړتيا لامل ګرځيدلي دي.

ددغې ادارې مرستيال غلام محمد ملکيار وايي، يوازې په کابل ښار کې له ۵۰ زرو زيات جنراتورونه فعال دي او دا پخپله د هوا په ککړتيا کې مهم رول لري.

افغانستان د هوا د ککړتيا د ارزولو اړين وسايل نه لري، چې معلومه شي د هوا ککړتيا څومره زياته شوې، خو ښاغلی ملکيار په وروستيو اوونيو کې دغه ککړتيا د اندېښنې وړ بولي.

د اورښت له نه کېدو پرته، په کابل کې د نفوسو او موټرو ډېروالی، د کثافاتو د لرې کولو لپاره کم امکانات، په فابريکو، نانوايانو او د خښتو په بټيو کې د لوګي لرونکو توکو کارول د هوا د لا ککړېدو مهم لاملونه په ګوته شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اورښت له نه کېدو پرته، په کابل کې د نفوسو او موټرو ډېروالی، د کثافاتو د لرې کولو لپاره کم امکانات، په فابريکو، نانوايانو او د خښتو په بټيو کې د لوګي لرونکو توکو کارول د هوا د لا ککړېدو مهم لاملونه په ګوته شوي

ورته مطالب