د خوست ولایتي دفتر ته نژدې دوې بې تلفاتو لویې چاودنې شوې

Image caption لومړی په کرولا کې یوه ناست ځانمرګي د پولیسو د تعلیمي مرکز څلي ته څېرمه ځان چوولی

د افغانستان سوېل ختیځ خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د چارشنبې په غرمه شاوخوا یوولس بجې د ولایت مقام ته نژدې د پولیسو د تعلیمي کنډک په دروازه کې دوو ځانمرګو پر ځان پورې تړلي توکي چوولی او یوه بل ځانمرګی د پولیسو له خوا ویشتل شوی دی.

د خوست د ولایت ویاند مبارز محمد ځدراڼ، په چاودنو کې نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

بل خوا، د خوست ولایت مرستیال والي عبدالواحد پتان خبریالانو ته وویل: "نن سهار څه کم یوولس بجې وې، چې یو ترهګریز برید هدف ته له رسېدا مخکې شنډ شو، یو کرولا موټر او درې سپاره کسان، چې یوه یې په کرولا کې چاوېدونکي توکي وچوول، او بل لاسي ګرنیټ ګوزارول، بیا یې د پولیسو تعليمي مرکز څلي په بېخ کې پرځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي. یو بل کس چې جعلي تذکره یې په جیب کې وه، خو موږ یې په اړه څېړنې پیل کړې دي."

خو د خوست ملکي روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، دوی ته یوازې درې ټپیان ور وړل شوي، خو دا یې ونه ویل، چې ټپیان ولسي خلک دي او که پولیس.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند په برید کې د ګڼو پولیسو د وژل کېدو ادعا کوي، چې خو دغه ادعا کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

Image caption په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی
Image caption برید د کرولا موټر په مټ شوی دی

په وروستیو کې د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون، په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي.

ننګرهار کې قاضي وژل شوی

تر ټولو تازه برید د ختیځ ننګرهار ولایت په څلورمه امنیتي حوزه ک د لغمان ولایت د مدني دیوان پر قاضي محمود حسن و، چې نوموړی پکې ووژل شو، خو دوې ماشومانې یې ټپیانې شوې.

د نوموړي پر موټر پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي وو.

د انځور حقوق epa
Image caption چاودېدونکي توکي د قاضي پر موټر پورې نښلول شوي وو

که څه هم د ملي یووالي د حکومت له جوړېدا ټیک سل ورځې وتلې دي، خو ډېری افغانان اندېښمن دي، چې اوسنۍ اداره د کابینې په معرفي کولو کې پاتې راغلې ده.

د نوې ادارې په جوړېدو سره، څه باندې درې میاشتې کېږي، چې افغان وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کېږي.

که څه هم ګڼ افغانان په دې اند دي، چې نوې اداره د کابینې په معرفي کولو کې پاتې راغلې ده، خو ښاغلي غني هرات ولایت ته د ځینو ادعا شویو درغلیو د ارزونې په موخه په یوه ورځني سفر په لوېدیځ هرات ولایت کې ګڼ سیمه ییز چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د کندهار چاودنې

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ په سلواغه سیمه کې چاودنې یوه نجلۍ وژلې او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

دوی پر هغه څیز ساتېري کوله، چې موندلو یې وو او د لوبو د یوه شي ګومان یې ورباندې کاوه.

د یوه بل خښ کړای شوي ماین په چاودنه کې د لسو تر پنځلسو کلونو پورې لس زلمیان ټپیان شوي.

دا پېښه د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ په کاریزکو سیمه کې شوې.

ورته مطالب