ملي امنیت: کابل کې مو د حقاني شبکې د بریدونو سمبالوونکی نیولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption وړاندې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د لویو بریدونو پړه د حقانی شبکې پرغاړه اخیستې وه

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، په کابل کې یې د حقاني شبکې اړوند د بریدونو یو سمبالووونکی نیولی دی.

ملي امنیت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، دغه کس د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې اوسېده، چې د "ځانګړو عملیاتو" په لړ کې یې له یوه بل ځانمرګي برید کوونکي سره یوځای نیولی دی.

ملي امنیت وايي، نیول شوي منلې ده، چې د ځانمرګو بریدونو روزنه یې د پاکستان شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې په یوه اړونده دیني مدرسه کې ترلاسه کړې ده.

دوی دا هم ویلي، نیولو شوي کسان د جلال الدین حقاني د زوی تر څارنې لاندې روزل شوي.

دغه کسان د کابل په شمال لوېديځ کې نیول شوي، چې د ملي امنیت په وینا، ددغو کسانو په نیولو سره یې د یوه "خونړي" برید مخه ‎نیولې ده.

د حقانی شبکې، چې د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون د یولړ خونړیو ځانمرګو بریدونو مسؤوله ګڼل کېږي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پلازمېنه کابل په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو شاهد و، چې ټیک دوه ورځې مخکې د کابل په لوېديځ کې د کابل - جلال اباد پر سړک د اروپايي ټولنې د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو، چې یو ولسي وګړی پکې ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.

ملي امنیت وړاندې هم په افغانستان کې د حقاني شبکې د دویم نمبر مهم مشر د نیولو خبر ورکړی و.

د بغلان پېښه

د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې، وسله والو طالبانو د یوه خصوصي شرکت شپږ کارکوونکي وژلي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، دغه پېښه نن ګهیځ وختي شوې، چې په وینا یې وسله والو مخالفانو د ناسمې هوا له کبله د لارې په اوږدو کې د یوه خصوصي ساختماني شرکت کارکوونکو ته کمین نیولی و.

تر اوسه د دغه شرکت نوم او د کاروونکو د هویت په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.

په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی او وسله والو د شرکت دوه کارکوونکي له ځانه سره وړي دي. د سیمې طالبانو خبریالانو ته د دغې پېښې مسؤولیت منلی دی.

ورته مطالب