ایران ته د ماشومانو قاچاق کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

Image caption د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات او نیمروز پر پولو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خوا د ماشومانو په اړه د څار ځانګړې څانګې فعاله دي.

په هرات کی د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه اییز دفتر وایي ترلاسه شوي رپوټونه یې ښیي چې سږ کال د تېر کال پرتله ایران ته د ماشومانو د قاچاق په شمېر کی لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

زموږ همکار محمد قاضي زاده په خپل رپوټ کې د دغه کمیسیون له خولې لیکي چې د روان لمریز کال په لومړنیو نهو میاشتو کی د هرات او نیمروز له پولو څه باندې اته زره افغان ماشومان را ایستل شوي دي.

ویل کېږي له ایرانه را ایستل شویو ماشومانو هلته پر دوی د جنسي تېري، اجباري درنو کارونو او له تاوتریخوالي ډک چلنده شکایت کړی دی.

د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات او نیمروز پر پولو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خوا د ماشومانو په اړه د څار ځانګړې څانګې فعاله دي.

د همدغو څانګو له خوا خپاره شوي راپورونه ښیي چې د روان لمریز کال په لومړنیو نهو میاشتو کی له ایرانه د راایستل شویو ماشومانو شمیر هغو شمیرو ته نږدې دی چې د تېر کال په ۱۲ میاشتو کی له ایرانه راایستل شوي وو.

په هرات کی د نوموړي کمیسیون د ماشومانو د څانګې مشر عبدالعظیم اکید وایي:

"د نیمروز په ولایت کې زموږ د دفتر د ماشومانو د سرحدي څارونکي د راپور پر بنسټ، پروسږ کال په ۱۲ میاشتو کی د نیمروز د میلک له پولې نه ۴۵۴۰ ماشومان را ایستل شوي وو. خو د روان کال په لومړنیو نهو میاشتو کې له همدې پولې ۴۰۶۷ ماشومان را ایستل شوي دي."

د هرات د اسلام کلا له پولې نه هم د نوموړي کمیسیون د اړوندې څانګې راپور د نیمروز ولایت څخه راغلي راپور ته ورته دی.

Image caption تر دې مخکې هم د هغه څه له امله اندېښنه ښوول شوې وه چې له افغانستانه ایران ته په سیستماتیک ډول د ماشومانو د قاچاق بهیر بلل شوی و.

په اسلام کلا کی د ماشومانو د څار د څانګې مشر سلطان محمد فروکش وایي:

"د روان کال له پیله د قوس یا لیندۍ تر میاشتې څه باندې څلور زره ماشومان د اسلام کلا له لاری را ایستل شوي دي. له ایرانه دغه شمېر را ایستل شوي ماشومانو سره ناوړه چلند شوی دی. تاوتریخوالی، شکنجه، جنسي تېری او اجباري کار هغه څه دي چې دا ماشومان ورسره مخامخ شوي دي".

په هرات کی د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه اییز دفتر مشر سید عبدالقادر رحیمی وایي په ټولیزه توګه دا شمېرې او مالومات ښیي چې د تېر کال پرتله ایران ته د ماشومانو په قاچاق کی لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی رحیمی وایي: "ویل شوي چی هره ورځ په منځني توګه د ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ ماشومان د افغانستان خاورې ته راننوزي. دا ښیي چې سږ کال د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی چی له پولې راشړل کېږي".

"دا په دې معنا ده چی د تېر کال پرتله زیات شمېر ماشومان ایران ته وړل شوي چی بېرته یې زیات شمېر له پولې را ایستل کېږي. دا د ماشومانو قاچاق دی او موږ وړاندوینه کولی شو چی د تېر کال پرتله د ماشومانو قاچاق لس سلنه زیات شوی دی".

په هرات کی د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه اییز دفتر تر دې مخکې هم د هغه څه له امله اندېښنه ښوولې وه چې له افغانستانه یی ایران ته په سیستماتیک ډول د ماشومانو د قاچاق بهیر بللی و.

د نوموړې څانګې په وروستي راپور کی راغلي چې ډېری هغه ماشومان چې له ایرانه بیرته راایستل کېږي عمر یې له اتو نه تر ۱۶ کالو رسېږي.

نوموړی کمیسیون زیاتوي یو شمېر کسان چی د انسان قاچاق یې کار دی په مختلفو ولایتونو کی ماشومان دوی ته د کار د موندلو په پلمه له خپلو کورنیو جلا کوي او په وینا یی دا چاره د انسان قاچاق بلل کیدای شي.