ملي امنیت: کابل کې د حقاني د بمونو یوه زېرمه کشف شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په وروستیو میاشتو کې ناامنۍ ډېرې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، د یولړ ځانګړو عملیاتو په پرڅ کې یې د کابل ختیځ کې د نښلېدونکو ماینونو یوه پټه زېرمه کشف کړې ده.

د ملي امنیت له ادارې په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې هغه کس هم نیول شوی، چې ددغې زېرمې مسؤولیت یې پرغاړه و.

ملي امنیت وايي، نیول شوی کس د حقاني شبکې غړیتوب لري چې د هغه له زېرمې نه د افغانستان د ملي اردو یونیفوم او د هویت کارتونه هم موندل شوي.

ددغه کس د نیول کېدا پرمهال، څلور نښلېدونکي ماینونه، له لیرې د کنټرېدونکو بمونو څلور دستګاوې، لس چاودېدونکي ډبې (بالونونه) او یو مبلغ پیسې هم نیول شوي دي. په وروستیو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر موټرو پورې د نښلېدونکو ماینونو پېښې ډېرې شوې دي.

تر ټوله تازه پېښه د تېرې چارشنبې پر ورځ په ختیځ ننګرهار ولایت کې وه، چې د لغمان ولایت د مدني دیوان د یوه قاضي پر کرولا ډوله موټر پورې نښلول شوو چاودېدونکو توکو قاضي وواژه او دوه ماشومان یې ورټپیان کړل.

ډېر کله د حکومت مخالفان له پوځي یونیفورم نه په ګټې اخیستو بریدونه کوي. خو پر موټرو پورې نښلول کېدونکی ماینونه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې تېره ورځ هم د کابل په شمال ختیځ کې د عملیاتو پرمهال د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو یو سمبالوونکی له یوه ځانمرګي برید کوونکي سره یوځای نیولی و.

حقاني شبکې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په وروستیو میاشتو کې ناامنۍ ډېرې شوې دي.

پر همدې مهال، ملي امنیت وايي، کابل کې یې دوه مسلکي ماین جوړوونکي د یوه ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال نیولي دي.

ملي امنیت وايي، نیول شویو کسانو منلې ده چې وړاندې یې د ملي اردو د تګ راتګ پر لارو د ملي اردو د لېږدوونکو بسونو لپاره ماینونه خښ کړي دي.

ورته مطالب