پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو وخت نه غځوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو ۱۳ کلونو کې ۵،۷ میلیون افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې د پاکستان دولت پرېکړه کړې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو وخت د ۲۰۱۵ کال د دسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې نه وروسته نور نه غځوي.

د 'ډیلي ټایمز' او یو شمېر نورو پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، دغه پرېکړه د پاکستان لوړپوړو چارواکو په خپله پرونۍ غونډه کې کړې.

د دغو ورځپاڼو د لیکنو پربنسټ، د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې د بدلولو په تړاو افغاني، پاکستاني او د ملګرو ملتونو چارواکو په ګډون درې اړخیزه غوڼده کې هوکړه شوې وه چې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر د ۳۱ نه وروسته به د اعتبار وړ نه وي.

د پاکستاني چارواکو په دغه ناسته کې پریکړه شوې چې د افغان مهاجرینو د د کډوالۍ کارتونه به د ۲۰۱۵ کال د دسمبر میاشتې د ۳۱ نېټې نه وروسته د باور وړ نه وي او هغه مهاجرین چې د دغه هېواد په لویو ښارونو کې اوسېږي د کډوالو کمپونو ته به واستول شي او د پاکستان دولت به د افغان مهاجرو ځانګړې اډې په دغه هېواد کې جوړې کړي.

د پاکستان دغه پریکړه د دغه هېواد د مرکزي دولت او د خیبر پښتونخوا ایالت د چارواکو په ناسته کې ترسره شوې پاکستاني چارواکي په پام کې لري چې دغه پرېکړه د افغان دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان سره شریکه کړي.

د افغانستان دولت چارواکو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی او بي بي سي هڅه وکړه چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست سره خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه.

د دغه وزارت یو چارواکی چې نه یې غوښتل نومې واخیستلی شي بي بي سي ته وویل، په تېرو کلونو کې ځانګړي پروګرامونه د افغان کډوالو د ستنېدو په تړاو په پام کې نه وه نیول شوي او د پاکستان دولت له همدې نه په ګټې اخیستو سره غواړي د افغانستان پر دولت سیاسي فشار را وړي.

Image caption د پاکستان دغه پریکړه د دغه هېواد د مرکزي دولت او د خیبر پښتونخوا ایالت د چارواکو په ناسته کې ترسره شوې پاکستاني چارواکي په پام کې لري چې دغه پرېکړه د افغان دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان سره شریکه کړي.

نړیوالې ټولنې د پاکستان د دغې پریکړې پر وړاندې تر دې دمه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی. خو مخکې له دې دغه بنسټ اعلان کړی وه، چې د پاکستان دولت د افغانستان او نړیوالې ټولنې له ګډون پرته د دغو طرحو په عملي کولو کې به بریالی نه شي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې ۵،۷ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي اوس هم ۵ میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده بهر په پاکستان او ایران کې ژوند کوي له دغې ډلې څخه ۲،۴ میلیونه یې د کډوالۍ اسناد نه لري او هره لحظه کېدای شي چې له دغو هېوادونو نه بهر کړی شي.

ورته مطالب