د پاکستان سیاسي مشرانو له افغان چارواکو سره ولیدل

د انځور حقوق
Image caption په پاکستاني پلاوي کې محمود خان اڅکزی، افتاب خان شیرپاو او سناتور افراسیاب خټک شامل دي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یوه پلاوي سره ولیدل.

ښاغلي غني په دغه لیدنه کې وویل چې د دواړو هېوادونو د ستونزو حل وخت ته اړتیا لري او پر مخ یې ډېر خنډونه پراته دي خو د افغانستان حکومت هوډ لري چې دغه ستونزې حل کړي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي مشورو او ګډو ګامونو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړیکې ډېرې شي.

د پاکستان د سیاسي مشرانو یو پلاوی پرون د ښاغلي غني په بلنه افغانستان ته ورسېد.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان به هم له دغه هیت سره سفر کوي، چې پر وړاندې یې د کابل مدني فعالانو کلک غبرګون څرګند کړ او د یوې مظاهرې په ترڅ کې یې د ده انځورونه وسوځول.

ښاغلي فضل الرحمان څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د بهرنیو ځواکونو د شتون له کبله (افغانستان کې جهاد روا) دی.

په پاکستاني پلاوي کې محمود خان اڅکزی، افتاب خان شیرپاو او سناتور افراسیاب خټک شامل دي.

د ولسمشرۍ دفتر د خبرپاڼې په وینا دغو مشرانو پرون مازدیګر له افغان ولسمشر سره ولیدل. دوی د دواړو هېوادنو د اړیکو په پیاوړتیا، د امنیت په ښه والي، د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډو هڅو او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر هواري خبرې وکړې.

څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان کړی و چې د ۲۰۱۵ کال د سمبر له ۳۱ نېټې وروسته به افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ور نه کړي.

دغو سیاسي مشرانو ښاغلي غني سره په کتنه کې وویل چې د ډېورنډ پولې پورې غاړه د سخت دریځو ډلو پر وړاندې نظریه بدله شوې ده او د پاکستان خلکو هم درک کړې چې ښه او بد ترهګر نشته او دا مسله نه یوازې د دغو دوو هېوادونو بلکې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی.

ورته مطالب