"د تورخم جلال آباد دویم سړک دې ژر جوړ شي"

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اسحاق ډار وایي چارواکو ته یې امر کړی چې د جلال آباد تورخم د دویم سړک پاتې کار بشپړ کړي.

د دغې لویې لارې د لومړي سړک د پخولو چارې د پاکستان په مرسته تر سره شوې خو د دویم سړک د جوړولو چارې د پاکستاني ادارو ترمینځ د پېسو پر سر د لانجې له کبله د ۲۰۰۸م کال سپتمبر میاشتې راهیسې په ټپه ولاړې پاتې وې.

اسحاق ډار اسلام آباد کی زموږ همکار طاهر خان ته ویلې چې د شاوخوا ۷۳ اعشاریه شپږ کیلو متره سړک د پاتې برخې د کار پیلولو لپاره یې څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه.

د ایف ډبلیو و په نامه پاکستاني شرکت چې د دغه سړک د جوړلو ټیکه یې اخیستې وه دغې غونډې ته وویل چې د سړک جوړولو ملي ادارې این ایچ اے ورته پر وخت پېسې نه وې ورکړې ځکه یې د دغه سړک د جوړولو چارې بندې کړې وې.

د ایف ډبلیو و شرکت د ۲۰۰۷ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې پر دغه سړک کار پیل کړی و او له ۵۷ سلنې کار وروسته یې له چارو لاس واخیست.

خو اوس د پاکستان د مالیې وزیر اوس ټینګار کړی چې د دې سړک د جوړولو چارې دې ژر تر ژره بشپړې شي.

ښاغلي ډار بي بي سي ته وویل پر سړک لګښت ۸۰ میلونه ډالر آټکل شوی خو اوس یې کار د ځنډېدو له امله لګښت نور هم زیات دی.

نوموړي وویل د نوامبر په میاشت کې اسلام آباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال د شویو پرېکړو پر عملي کولو هم کار روان دی چې په کې د اقتصادي او ترانزیتي ستونزو هوارول هم شامل دي.

افغان لوری هیله من دی چې د تورخم جلال آباد د دویم سړک له جوړیدو سره به د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوړې شي.

د تورخم جلال آباد لویه لار افغانستان د کراچۍ بندر له لارې له ټولې نړۍ سره نښلوي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د تورخم جلال آباد د دویم سړک د کار په تړاو پاکستان ته رسمي لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې د دغه سړک د جوړولو یا نه جوړولو په هکله وروستی ځواب ورکړي.

وویل کېږي چې د تورخم جلال آباد د دویم سړک له جوړویدو سره به ترافیکي ستونزې هم په بشپړه توګه له مینځه لاړې شي.

ورته مطالب