ولسمشر غني کابینه اعلان کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو درې مياشتې وروسته ولسي جرگې ته د ٢٥ وزيرانو، د ملي امنيت او مرکزي بانک ريسان ولسي جرگې ته وپېژندل.

د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو درې مياشتې وروسته ولسي جرگې ته ٢٥ وزيرانو، د ملي امنيت او مرکزي بانک ريسان وپېژندل.

د ولسمشرۍ د دفتر ريس عبدالسلام رحيمي دا کسان ولسي جرگې ته معرفي کړل.

په نوې کابينه کې درې مېرمنې شاملې دي.

له ژمنو سره سم ټول کسان نوي دي او د ولسمشر کرزي په کابينو کې نه و.

له زياتې مودې ښاغلی اشرف غني د ولسي جرګې له خوا تر فشار لاندې و، چې کابينه ژر تر ژره کابينه اعلان کړي.

د انځور حقوق
Image caption جنرال شېر محمد کريمي د دفاع د وزير په توګه معرفي شوی

د دفاع د وزارت لپاره جنرال شير محمد کريمي نومول شوى چې تر اوسه د پوځ لوى درستيز و.

د کورنيو چارو وزارت لپاره پخوانى پوځي جنرال نورالحق علومى دى چې د کندهار په استازيتوب د ولسي جرگې غړى و.

د سولې د عالي شورا ريس صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو وزير او احمد سير مهجور د عدليې وزير نومول شوي دي.

د انځور حقوق bbc
Image caption صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو د وزير په توګه وپېژندل شو

د ماليې وزارت غلام جيلاني پوپل ته ورکړل شوى دى.

د ښوونې او روزونې وزارت ته گل زلمى يونسي، د ښځو د چارو وزارت ته نجيبه ايوبي او د فوايد عامې وزارت ته عباس بصير نومول شوي دي.

فيروز الدين فيروز د روغتيا وزير ، يعقوب حيدري د کرهڼې او اوبه خور، داود شاه صبا د معادن او برنا کريمي د مخابراتو وزير نومول شوي دي.

نصير احمد درانى د کليو د پراختيا لپاره، خاطره افغان د لوړو زده کړو او محمود صيقل د اوبو او انرژۍ وزير نومول شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption رحمت الله نبيل د ملي امنيت د رييس په توګه ګمارل شوی

سادات نادري د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو وزير معرفي شوى دى.

سيد حسن عالمي بلخي د کډوالو، فيض محمد عثماني د حج او اوقافو، فيض الله کاکړ له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ته ياد شوي دي.

آى سلطان خيري د اطلاعاتو او کلتور، قمرالدين شينوارى د سرحداتو او قبايلو، سردار محمد رحمان اوغلي د اقتصاد او سردار محمد رحيمي د تجارت او صنايعو وزارتونو ته معرفي شوي دي.

فيض الله ذکي د ترانسپورت، شاه زمان ميوندى د ښاري پراختيا وزيرانو په توگه پېژندل شوي دي.

رحمت الله نبيل د ملي امنيت اوخليل صديق د ملي بانک د ريسانو په توگه معرفي شوي دي.