د نوې کابینې نوماندان په لنډو ټکو کې

د انځور حقوق AFP

د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو درې مياشتې وروسته ولسي جرگې ته ٢٥ وزيرانو، د ملي امنيت او مرکزي بانک ريسان وپېژندل. د ولسمشرۍ د دفتر ريس عبدالسلام رحيمي دا کسان ولسي جرگې ته معرفي کړل.په نوې کابينه کې درې مېرمنې شاملې دي. له ژمنو سره سم ټول کسان نوي دي او د ولسمشر کرزي په کابينو کې نه و.

شیر محمد کریمي:

د انځور حقوق
Image caption جنرال شېر محمد کريمي د دفاع د وزير په توګه معرفي شوی

۷۰ کلن جنرال شیر محمد کریمي په خوست کې زیږېدلی، چې وړاندې یې د افغانستان د لوی درستیز په پوست څو کلونه کار کړی. نوموړی په نوې کابینه کې د ملي دفاع وزارت ته کاندید شوی.

صلاح الدین رباني:

د انځور حقوق bbc
Image caption صلاح الدین رباني

span >۴۳ کاله مخکې بدخشان ولایت کې زیږېدلی، په عامه اداره کې ماسټري لري، چې په ترکیه کې د افغانستان سفیر هم پاتې شوی، چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی. نوموړی د سولې د عالي شورا رییس و، چې په ۲۰۱۱ کال کې د هغه د پلار او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته ددغې شورا مشر وټاکل شو.

غلام جیلاني پوپل:

د انځور حقوق Pajhwok
Image caption غلام جیلاني پوپل

۵۸ کاله عمر لري، چې په کابل کې زیږېدلی، او په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري.

نورالحق علومي:

د کندهار په استازیتوب د ولسي جرګې پخوانی غړی دی، ۶۸ کاله مخکې کندهار کې زیږېدلی. نوموړی له پوځي اکاډیمۍ نه فارغ شوی، چې اوس د کورنیو چارو وزارت ته نوماند دی.

شاه زمان میوندي:

د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، چې ۳۷ کاله عمر لري. نوموړی په اقتصاد کې ماسټري لري چې په نوې کابینه کې د ښاري پراختیا وزارت ته کاندید شوی.

سادات منصور نادري:

د بغلان اوسېدونکی دی، او ۳۷ کاله مخکې پیدا شوی. نوموړی په اقتصاد او نړیواله سوداګري کې د لندن له یوه پوهنتون نه لیسانس لري، چې په نوې کابینه کې د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته نومول شوی. نادري په افغانستان کې د اسماعیلیه فرقې د مشر سید منصور نادري زوی دی، چې مخکې د افغانستان د ملي بانک سلاکار هم پاتې شوی.

خاطره افغان:

په نوې کابینه کې تر ټولو ځوانه نومانده وزیره ده. هغه ۳۶ کاله عمر لري. افغان په عامه اداره او ښې حکومتولۍ کې ماسټري اخیستې، چې د نوې کابینې په اډانه کې د لوړو زده کړو وزارت ته نومول شوې ده.

برنا کریمي:

د انځور حقوق f
Image caption برنا کریمي

له آره د ارزګان ولایت دی، چې ۴۱ کاله مخکې دې نړۍ ته راغلی. نوموړی په اداره او سوداګرۍ کې ماسټري لري، چې اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نومول شوی.

احمد سیر مهجور:

د انځور حقوق f
Image caption احمد سیر مهجور

۵۰ کاله عمر لريو چې بغلان ولایت کې زیږېدلی، پاکستان کې تر زده کړو وروسته یې د فرانسې نانتیري پاریس پوهنتون کې سیاسي فلسفه لوستې ده. نوموړی د عدلیې وزارت ته نومول شوی. مهجور په پښتو، دري، عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبو غږېدلی شي.

ډاکټر عباس بصیر:

د غزني ولایت دی، چې چاپېریالي زده کړو کې دوکتورا لري. نوموړی ۵۲ کلن دی چې اوس د ټولګټو وزارت لپاره کاندید وزیر دی.

فیض الله زکي:

Image caption فیض الله زکي

۵۶ کاله مخکې کابل کې زیږېدلی، د کابل پوهنتون په ځمک پېژندنه کې لیسانس لري. نوموړي په ۲۰۰۵ کال له جوزجان ولایته ولسي جرګې ته د استازي په توګه لاره ومونده. نوموړی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټاکنیز ټیم فعال غړی و.

آی سلطان خیري:

د فاریاب ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې ۳۷ کاله عمر لري چې په ادبیاتو کې یې دوکتورا اخیستې ده. آی سلطان خیري د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره نومانده وزیره ده.

نجیبه ایوبي:

Image caption نجیبه ایوبي

د پروان ولایت اوسېدونکې ده، چې ۴۷ کاله مخکې دې نړۍ ته راغلې. هغه په ژورنالیزم کې لیسانس لري، او اوس په نوې کابینه کې د ښځو چارو وزارت ته نومول شوې ده. نوموړې دا مهال د کلید ګروپ په نامه د رسنیو د یوې ډلې مشري کوي.کلید ګروپ رادیويي خپرونې لري او د کلید په نامه یوه مجله هم چلوي.

نصیر احمد درانی:

د لوګر ولایت دی، چې ۴۲ کاله عمر لري. نوموړی په عامه اداره کې ماسټري لري چې اوسمهال د کلیو پراختیا وزارت لپاره نومول شوې.

ګل زلمی یونسي:

د انځور حقوق f
Image caption ګل زلمی یونسي

د بلخ ولایت اوسېدونکی دی. ۵۷ کلن یونسي په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري، چې په نوې کابینه کې د پوهنې وزارت لپاره نومول شوی. یونسي د جمعیت ګوند غړی دی، چې مخکې یې د اصلاحاتو او همګرايي ټاکنیز ټیم په ګټه فعالیت درلود.

فیروزالدین فیروز:

د پنجشیر ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی ۴۸ کلن ښودل شوی، چې په نوې کابینه کې د عامې روغتیا وزارت لپاره نومول شوی. د هغه په اړه ډېر مالومات نه شته.

سید حسین عالمي بلخي:

د بلخ ولایت اوسېدونکی دی، چې له همدې ولایته په ولسي جرګې کې استازی و. ۶۰ کلن بلخي دیني زده کړې لري، چې اوس د کډواو د ستنېدو چارو وزارت ته نومول شوی.

سردار محمد رحمن اوغلي:

د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازی هم پاتې شوی. ۵۰ کلن اوغلي د اقتصاد وزارت ته نومول شوی.

فیض الله کاکړ:

۶۰ کاله عمر لري، چې په مخکنۍ اداره کې هم لوړپوړی مامور پاتې شوی. نوموړی په نوې کابینه کې د نشه يي توکو د مبارزې وزارت لپاره نوماند وزیر دی.

یعقوب حیدري:

په کابل کې ۵۳ کاله مخکې زیږېدلی، چې پیداکوژۍ کې ماستري لري. نوموړی د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نومول شوی، خو په اړه یې ډېر مالومات نه شته.

داود شاه صبا:

د هرات ولایت دی، چې ۵۲ کاله مخکې زیږېدلی. نوموړی د هرات پخوانی والي دی، چې په ځمک پېژندنه کې دوکتورا لري. صبا د نوې کابینې په چوکاټ کې د کانونو او پیټرولیم وزارت ته نومول شوی.

سردار محمد رحیمي:

د انځور حقوق fb

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نومول شوی سردار محمد رحیمي د ارزګان مرکز ترینکوټ کې زیږېدلی. نوموړی ۳۷ کاله عمر لري چې د تهران له پوهنتون نه یې په ژیوپولیتیک کې دوکتورا اخیستې ده. نوموړی د تېرو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د اصلاحاتو او همګرايي ټیم فعال و.

محمود صیقل:

انرژۍ وزارت ته کاندید شوی. ۵۳ کلن صیقل کابل کې زیږېدلی، چې لوړې زده کړې یې په سیډني او کانبرا پوهنتونونو کې کړی دي. نوموړی په استرالیا او نوي زیلنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه هم پاتې شوی.

قمرالدین شینواری:

په نوې کابینه کې د سرحدوتو او قبایلي چارو وزارت لپاره نومول شوی. نوموړی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم فعال غړی و.

رحمت الله نبیل:

Image caption رحمت الله نبیل

د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل، بیا هم د ملي امنیت لوی ریاست ته کاندید شوی. ۴۶ کلن نبیل په میدان وردګو ولایت کې زیږېدلی، ښوونځی یې کابل کې لوستی بیا یې پاکستان کې انجنیري لوستې ده.

نوموړي په ځینو نادولتي مؤسسو او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ کې هم کار کړی. ښاغلی نبیل د ملي امنیت له رییس کېدا مخکې، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړو ځواکونو مشر او د امنیت شورا د سلاکار مرستیال و.

ورته مطالب