اسلامي دولت ډله "افغان جنګيالي استخداموي"

د انځور حقوق bbc
Image caption په یوې ویډیوکې یوشمیرافغان قوماندانان ښودل شوي چې ویل کیږي د اسلامي دولت ډلې ملاتړکوي

د لومړي ځل لپاره داسې کره شواهد پیداشوي چې د اسلامي دولت نومې ډله هڅه کوي افغان جنګیالي خپلو لیکو ته راجلب او استخدام کړي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو یو پخواني قوماندان، ملا عبدالروف، اسلامي دولت ډلې سره بیعت اعلان کړی.

د هلمند سنګین ولسوالۍ یو مشر، سعدوالدین سنګیوال، بي بي سي ته وویل چې دغې نوې ډلې د طالبانو سپین بیرغ پرځای داسلامي دولت ډلې توربیرغ پورته کړی. او د طالبانوسره ېې جګړه پیل کړې.

هغه وویل د دواړو خواوو تقریبا ۲۰ کسه وژل شوي اوټپیان شوي دي.

په سیمه کې د افغان دولت د پوځي قطعې د قوماندان مرستیال، جنرال محمود، په تېرو څو ورځو کې د دغې نوې ډلې د را پیداکېدو په اړه رپوټونه تایید کړل.

ده وویل چې هغوې هڅه کوې د اسلامي دولت ډلې لپاره ملاتړ راجلب کړي او جګړې ته چمتوکیږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قومي مشران چې کلونه کلونه ېې کورنۍ جګړه لیدلې داسلامي دولت ډلې دراپیداکیدوپه اړه حیران ښکاري

د دې نوې ډلې مشر، ملا عبدالروف، پخوا د طالبانو یومشر قوماندان و چې ۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونو نیولی او شپږکاله په ګوانتانامو کې بندي و.

داسې ریپوټونه و چې د ملا عبدالروف او د طالبانو د مشر ملامحمد عمر ترمنځ مناسبات خراب شوي و.

ملا عبدالروف د نیمروز د والي، امیرمحمد، یولیرې خپلوان دی. هغه وویل چې دغه قوماندان ګوانتانامو کې له بندي کېدو مخکې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې وه.

والی داهم وویل چې اسلامي دولت نومې ډلې په فراه کې هم د افغان جنګیالیو د جلبولو هڅې کړې وې خو د سیمې خلکو د پولیسو په مرسته هغوې وشړل.

هغه زیاته کړه چې دا ټول یو دي:’’ یو وخت د القاعدې ترنامه لاندې جنګیدل، وروسته د طالبانو او اوس د اسلامي دولت ترنامه لاندې، دا هماغه یو خلک دي او یو پروګرام لري’’.

د طالبانو د داخلي ستونزو یوه بله نښه دا وه چې د پاکستاني طالبانو یو پخواني ویاند په یوې آنلاین ویډیوکې وویل چې د اسلامي دولت یو شمیرقوماندانان هلته فعالیت کوي او یو شمیر پاکستاني طالبان اوس د اسلامي دولت غورځنګ سره یوځای شوي دي.

د دې ادعا خپلواکه پخلی نه دی شوی، خو په دغه ویډیو کې د افغانستان یو شمېر قوماندانان ښودل کیږي چې ویل شوي اوس د اسلامي دولت ډلې ملاتړکوي.

په ویډیوکې هغوې ادعا کوي چې خپل بیعت ېې بدل کړی او د ملا عمر پرځای اوس د ابوبکرالبغدادي ملاتړ کوي.

د انځور حقوق
Image caption ډیرکلونه کیږي چې دافغان طالبانومشر،ملا محمد عمر، په عام محضرکې ندی څرګند شوی

ډېرکلونه راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشرتابه یووالي ته یوه جدي ننګونه رامنځته شوی ده.

ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ کال راهیسې په عام محضرکې نه دی څرګند شوی، خو جنګیالیو ېې دافغان پوځ پرضد بریدونو ته دوام ورکړی، سره د دې چې د ۲۰۱۴کال په پاې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز فعالیتونه پاې ته رسیدلي دي.

په تیره بیا د افغان پولیسو درندو تلفاتو سره سره ، افغان ځواکونو خپل دریځ ټینګ ساتلی.

نوې ډله رامنځته کیږي؟

د هلمند ولایت د پوځي قوماندانۍ په مرکز کې یوه ستره تشریفاتي غونډه جوړه شوې وه او سیاسي مشرانو ته ېې ویل چې اوس دهېواد امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

د بریتانوي ځواکونو د پخوانۍ پوځي اډې، کمپ باستین، زیاتره برخې اوس تشې دي، افغان ځواکونه یواځې د دې اډې په یوې وړې برخې کې اوسیږي.

قوماندانان وايي چې د جګړې موسم په نسبتا وچ اونرم ژمي کې په تېرېدو دی- خو که اسلامي دولت نومې ډله وکولاې شي افغانستان کې ځانته ځاې پیداکړي نو د جګړې بڼه به بدله شي.

هغو قومي مشرانو اوسپین ږیرو چې د پوځي ځواک د قوت څرګندولو مراسمو ته راغلي وو، وویل دوې ولیدل چې روسان راغلل او لاړل، اوس بریتانویان او امریکایان، خو دوې هیله کوي چې د اسلامي دولت نومې ډله رانشي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ریپوټونه وايي چې د ملامحمد عمر خینو پلویانو داسلامي دولت ډلې مشر ابوبکرالبغدادي ته بیعت کړی دی

داسې ريپوټونه هم شته چې وايي د خراسان په نامه یوې ډلې هڅه کړې چې د وردګو ولایت کې جنګیالي استخدام کړي.

خراسان د افغانستان یو پخوانی نوم دی، اوداسې یوه کلیمه ده چې د ځینو مسلمانانو لپاره افسانه يي مفهوم لري. دیوې لرغونې وړاندوینې له مخې ویل کیږي چې د نړۍ د پاې نه مخکې به یوځلې بیا په خراسان کې توربیرغونه را پورته شي.

امریکايي سرچینو ویلي چې په تېر سپتمبر کې ېې د سورېې د الیپو په ښارکې پریوې اډې باندې چې د خراسان په نامه یوې ډلې ورنه کار اخیسته، هوايي برید کړی و.

دا ډله د اسلامي دولت نومې ډلې سره ملګرې وه، خو روښانه نه ده چې آیا په افغانستان کې هم همدا خراسان نومې ډله هڅه کوي ځانته ملاتړپیداکړي که څنګه؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کمپ باستین پوځي اډې بشپړکنترول اوس د افغان ځواکونوپه لاس کې دی

ددې ټولو څخه ظاهرا داسې ښکاري چې د افغانستان لانجه یوه نوي او بې ثباته پړاو ته ننوځي.

په دې وروستیو کې پرملکي خلکوباندې نیغ ځان وژونکي بریدونه زیات شوي، یو برید د والیبال پرلوبې باندې وشو چې پخوا دطالبانو هدف نه و.

که ملا محمد عمر خپل کنټرول بایلي او اسلامي دولت نومې ډله افغانستان ته ننوتلي وي، نو دا به د جمهور رییس اشرف غني نوي حکومت لپاره چې د خپل کار له پیل نه درې میاشتې وروسته ېې همدا اوس وکولاې شول نوې کابینه اعلان کړي، ترټولو سترچلنج یا ننګونه وي.