د بګرام پخواني بنديان له ذهني ناروغیو کړېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په تېر دسمبر میاشت کې د امریکا مشرانو جرګې هغه راپور خپور کړ، چې د سي آی اې د القاعدې د شکمنو غړو د تحقیقاتو په اړه پکې د ربړونو خبرې شوې وې،‌ چې په دې کې د زندان له امکاناتو بهر د بندیانو ځورول او شکنجه کول هم وو.

په راپور کې یو هم د افغانستان بګرام هوايي اډې زندان یاد شوی دی.

د بي بي سي سنجې مجومدار د بګرام له دوو مخکنیو بندیانو سره کتلي دي:‌

''ما له نیاز ګل او سردار خان سره د کابل نوي ښار پارک کې د خلکو د ګڼې ګڼې له پیلېدا مخکې د ژمي پر یوه ګهیځ وکتل.

دغه کسان په تپه توره شپه له خپل پلرني ختیځ کونړ ولایت نه راغلي وو. د دواړو عمرونه به د ۳۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ وو، خو ظاهري څېرې یې مشرې ښکارېدې.‌ څلور کاله وړاندې،‌ په ۲۰۱۰ کال دوی د کابل په شمال کې له بګرام زندان نه خوشي شوي وو.‌''

د شنو چایو پیالې ورته اېښې وې چې خپله کیسه یې راته پیل کړه،‌ نیاز ګل خپله کیسه راته وکړه:‌

''په خواږه خوب ویده وم ـ‌ نیمه شپه به وه چې د امریکايي عسکرو یوه ډله زموږ پر کور راننوته.''

نوموړی له خپل پلار او یوه ورور سره نیول شوی و.

''زموږ لاسونه یې تر شا راوتړل او په یوه موټر کې یې کښېنولو.‌ بیا یې پوځي اډې ته بوتلو،‌ له هغه ځایه یې بګرام ته ولېږدولو.''

سردار خان هم له خپل کوره په دا بله شپه ناوخته د امریکايي پوځيانو له خوا بېول شوی:

''امریکایانو مې سر په دېواله وواهه'' ـ نوموړي خپلې ټنډې ته اشاره وکړه.‌ ''له سر نه مې وینې روانې شوې خو په موټر کې یې بند کړم.''

تورونه ثابت نه شول

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د نورو سیمو پرتله هلته وسله وال طالبان او د القاعدې شبکې جنګیالي ډېر فعال دي، چې زیاتره وختونه د امنیتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ هلته د ډز او ترپ او یا آن ځینې وخت اوږدې جګړې وي.

سردار وايي:‌ ''دوی پر ما تور پورې کړ،‌ چې ګني پر ناټو سرتېرو دې ډزې کړې دي. دا غلطه خبره وه چې په ناسمو معلوماتو یې زما نیولو ته مخه کړه.''

سردار هم بګرام زندان ته یووړل شوی،‌ چې د نژدې ۱۸ میاشتو لپاره په تورتم کې بنديوان و.

د انځور حقوق AP
Image caption د ۲۰۱۳ په مارچ کې امریکا د بګرام زندان چارې افغان چارواکو ته وسپارلې

دی وايي:‌ ''دوی هېڅکله ونه توانېدل چې پر ما لګول شوي تورونه ثابت کړي، په پای کې دوی زه خوشی کړم.''

د کابل په شمال کې د بګرام هوايي ډګر تر وروستیو پورې د امریکايي پوځيانو په لاس کې و، چې د اډې د ننه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوی زندان هم دی.

د بګرام د نورو بندیانو په څېر، دغه دوه مخکیني بندیان هم ځینې وخت په کوچنیو قفص خونو کې اچول کېدل، نور وخت به په فلزي کرېټونو کې له نورو بندیانو سره یوځای ساتل کېدل.

سردار وايي، وخت ناوخت به ترې پوښتنې ګروېږمې کېدې:

''کله به مو چې وغوښتل ویده شو، نو په لوړ غږ به یې موسیقي چالانه کړه.‌ موږ یې هېڅ آرام او خوب ته نه پرېښودو.''

''موږ یې په ډېر کوچني ځای کې ساتلو.‌ په وخت هېڅ نه پوهېدو چې ورځ ده او که شپه. موږ یې خپل قضای حاجت ته هم نه پرېښودو،‌ ګڼ بندیان پخپلو جامو کې بولو (متیازو)رکولو ته اړ کېدل.''

ځینې وخت به بندیان په ډېرو ګرمو او یا ډېرو یخو اوبو لمبېدو ته اړایستل کېدل.

ذهني ناروغي

نیاز ګل وايي:‌ ''کله به یې چې شکنجه کولو،‌ یوې سړې خونې ته به یې بوتلو کمپلې او کالي به یې رانه یووړل.‌ دومره به یخ شوو چې د یخسوزېدو وېره به راسره پیدا شوه.''

دواړه نیول شوي کسان وايي، تل به یې د نورو بندیانو د هغوی د شکنجې کیسې اورېدې.

سردار وايي: ''ځینې بندیان به سخت پرېشانه وو، دوی به د ډېر فشار او پرېشانۍ له کبله خپله سرونه زموږ د خونې له دېوال سره جنګول.''

نیاز ګل مخکې له دې چې بې ګناه وخېژي او خوشی شي، په بګرام زندان کې ټیک ۲۲ میاشتې بند تېر کړی. خو ددوی لپاره ژوند اسانه نه دی. دواړه وايي اوس له ذهني ناروغۍ او دایمي سرخوږي کړېږي.

نیاز ګل وايي:‌ ''اوس زه پخپل کور او یا له کوره بهر له نورو خلکو سره ډېر ژر په غوسه کېږم، زما ټول ژوند تریخ شوی او د ژوند بېړۍ مې پر شا روانه ده.''

له نیازګل او سردار سره زما تر بنډار وروسته، دواړو زما لاسونه د خدای پامانۍ پرمهال ټینګ ونیول او د افغانانو له دود سره سم یې ټینګه غاړه راکړه.‌ او بیا یې خپله لاره ونیوه.

دواړو نژدې دوه کاله په زندان کې تېر کړي. خو اوس وايي څوک شته چې غم یې وخوري، ولې شکنجه شول او ژوند یې تریخ شو، او داسې څوک شته چې ددوی شیطانت کوونکي حساب او کتاب ته راکش کړي؟‌

ورته مطالب