د کابل پر هوايي ډګر د هیرویینو قاچاق وړونکي نیول شوي

د انځور حقوق MOI

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي سرحدي پولیسو، د کابل پر هوايي ډګر یې د هیرویینو پنځه قاچاق وړونکي نیولي.

څلورو پخپلو ګېډو کې هیرویین ځای پرځای کړي وو چې غوښتل یې هند ته یې قاچاق کړي.

د افغانستان د کورنیو چاروز وزارت چارواکي وايي، پنځه کسان د کابل پر هوايي ډګر د هیرویینو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

دوی وايي، دغه کسان تېره ورځ په بېلابېلو وختونو کې د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي.

څلورو تورنو کسانو د هند نوي ډیلي ته پخپلو ګېډو کې هیرویین قاچاق کول غوښتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته ویلي، درو کسانو یوه کیلو او اووه سوه ګرامه هیرویین په کپسولونو کې اچولي وو او بیا یې پخپلو خېټو کې ځای پرځای کړي وو.

د تورنو کسانو نومونه جمععه خان، نازک میر او میر اکبر ښودل شوي.

ښاغلي دانش دا هم وویل، د غفار په نامه څلورم کس هم غوښتل چې ۵۷۸ ګرامه هیرویین په ماهرانه ډول هند ته ولېږدوي.

دغه کسان تېره ورځ د کابل پر هوايي ډګر د نشه يي توکو د مبارزې د پولیسو له خوا نیول شوي.

وړاندې، د کابل پر هوايي ډګر د کابل ـ نوي ډیلي د الوتنې په اړه پولیسو ته د تیارسئ کېدو امر شوی و.

د نوي ډیلي چارواکو ویلي، دا تدابیر د یوې الوتنې د مخنیوي لپاره نیول شوي وو.

افغانستان د نشه يي توکو د تولید له اړخه په نړیواله کچه شهرت لري، چې زښت ډېر نشه يي توکي پکې تولیدېږي.