عربي اماراتو کې د افغانانو لپاره د کار ويزې

Image caption تر دې وړاندې ګڼ شمېر افغانانو له عربي اماراتو او سعودي عربستانه پر پاکستاني پاسپورټونو د کار د ویزو غوښتنه کوله.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له دې وروسته به افغانان وکولای شي چې له عربي اماراتو پر افغاني پاسپورټونو د کار ویزې واخلي.

د جمهوري ریاست له خوا په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د سې شنبې په مازیګر په عربي اماراتو کې له یو شمېر میشتو افغانانو سره تر لیدنې وروسته وویل "له دې وروسته به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته لا ډېر خدمات وړاندې کړي."

تر دې وړاندې ګڼ شمېر افغانانو له عربي اماراتو او سعودي عربستانه پر پاکستاني پاسپورټونو د کار د ویزو غوښتنه کوله.

خو اوس د عربي اماراتو له چارواکو سره د ولسمشر محمد شرف غني تر خبرو وروسته هغه افغانان چې پر پاکستاني پاسپورټونو د کار ویزې لري کولای شي چې خپل ویزې افغاني پاسپورټونو ته واوړي.

ډېر شمېر هغه عربي هېوادونه چې په ۶۰ لسیزه کې یې د افغانستان له حکومت سره ديپلوماتیکې اړیکې نه لرلې هغو افغانانو ته چې پر افغاني پاسپورتونو یې د کار د ویزو غوښتنه کوله ویزه نه ورکوله.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزي بي بي سي ته وویل په دې هکله هوکړه شوې خو لا هم پر یوه هر اړخیز اقتصادي تړون خبرې روانې دي او لا کوم سند نه دی لاسلیک شوی.

ولسمشر غني په افغانستان کې د عربي اماراتو د زیاتې پانګونې د جذبولو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

ولسمشر غني د ابوظبي د سوداګرۍ د خونې له مشر او غړو سره د لیدنې پرمهال وویل "د افغانستان کې په ټولو برخو په ځانګړې توګه د مخابراتو، د تېلو او ګازو د ایستلو، مرمر تېږې د ایستلو، هوايي چلن، زراعت، زعفرانو د کر او نورو ډېرو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه شته او تاسو ته بلنه درکوو چې په دې او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړئ."

ورته مطالب