"د امنيتي ځواکونو له اډانې بهر هېڅ ځواک د منلو نه دى"

Image caption د پليو ځواکونو قومندان مراد علي مراد وايي د افغان امنيتي ځواکونو له اډانې د باندې په هېڅ بڼه د وسله وال ځواک رامنځته کول نه مني.

د افغانستان د پليو ځواکونو قومندان مراد علي مراد وايي د افغان امنيتي ځواکونو له اډانې د باندې په هېڅ بڼه د يوۀ وسله وال ځواک رامنځته کول د منلو نه دي. ښاغلي مراد دغه څرگندونې د افغانستان د ولسشمرۍ لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د هغې وينا په غبرگون کې کړې چې په ترڅ کې يې د طالبانو په وړاندې جگړې لپاره د یوۀ ٢٠٠٠٠ کسیز ځواک د جوړیدو غوښتنه کړې وه. جنرال عبدالرشيد دوستم ويلي و، د افغانستان په شمال کې د طالب اورپکو د ماتولو لپاره ٢٠٠٠٠ وسلوالو کسانو ته اړتيا لري.

د افغانستان د پليو ځواکونو قومندان چې د پوځيانو يوې غونډې ته يې وينا کوله د ښاغلي دوستم دغه وړاندیز رد کړ او وې ويل، افغان ځواکونه شته ټولو اړتيا و ته په خپله ځواب ويلاى شي: "د افغانستان ملی پوځ ترټولو غوره پوځي قطعې لري، او د افغانانو ټولو اړتیاو ته ځواب وايي. خو که د کومې اړتيا له مخې د یوې پوځي قطعې جوړول اړين وي نو غوښتنه مې دا ده چې د افغان ملی امنیتی ځواکونو په چوکاټ کې دې دننه رامنځته شي. د افغان امنيتي ځواکونو له اډانې د باندې هیڅوک د منلو ندي."

وړاندې د کندهار د امنيې قومندان جنرال عبدلرازق هم د ښاغلي دوستم دې وينا ته په غبرگون کې ويلي و چې افغانستان اوس خپل ملي ځواکونه لري او د شخصي مليشه ډلو جوړولو ته هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي.

جنرال مراد علي مراد په مزار شريف کې د پوځي غونډې گډونوالو ته همداراز وويل چې داعش ډلې د افغانستان په ځينو برخو کې فعالیتونه پيل کړي دي خو موږ لا تر اوسه ور سره نه يو مخامخ شوي. دغو لوړ پوړو امنتيي چارواکو د افغانستان شمال ته د دغې ډلې خوزښت په ښکاره ګاونډیو هیوادونو ته لوی خطر وباله. دا په داسی حال کې ده چې په دې ورستیو کې دافغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د دولت د مخالفیونو فعالیتونه ډیر شوي دي.