افغان چارواکو ایران کې افغانانو ته د تعلیم حق ورکولو هرکلی وکړ

د انځور حقوق mehr
Image caption د ايران د ښوونې او روزنې وزير ويلي د هېواد د نوي سیاست پربنسټ به په دې هېواد کې هېڅ افغان ماشوم له زده کړې بې برخې پاتې نه شي.

افغان حکومت د ايراني چارواکو د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې يې دغلته ټولو افغان کډوالو ته د زده کړو زمينه برابروي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي د اصولو له مخې دا د هر هېواد دنده ده چې په خپله خاوره کې کډوالو ته د زده کړو اسانتياوې چمتو کړي.

افغان چارواکو د ايران حکومت هغه پرېکړه ستايلې چې له مخې به يې دغلته دېره د افغان کډوالو څه دپاسه ۳۰۰ زره ماشومان زده کړو ته لاسرسی ولري.

کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، مخکې د هغو افغان کډوالو ماشومانو چې قانوني اسناد نه لرل د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ و، خو اوس د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دغلته د ټولو افغان کډوالو ماشومان کولای شي زده کړې وکړي.

د پوهنې سرپرست وزير محمد اصف ننګ بي بي سي ته وويل د نړیوالو اصولو له مخې دا د هر هېواد دنده ده، چې په خپله خاوره کې له بهره ورغلو کډوالو ته د زده کړو اسانتيا برابره کړي.

په وروستيو کې د ايران حکومت پرېکړه کړې، چې وروسته له دې به هېڅ افغان زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د افغان کډوالو ماشومان په دغه هېواد کې د زده کړو کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د هرات يو اوسېدونکی اسمعيل ناصري چې ابتدايي زده کړې يې په ايران کې کړي د ايران له دغې پرېکړې خوښ دی:

Image caption د پوهنې سرپرست وزير محمد اصف ننګ بي بي سي ته وويل د نړیوالو اصولو له مخې دا د هر هېواد دنده ده، چې په خپله خاوره کې له بهره ورغلو کډوالو ته د زده کړو اسانتيا برابره کړي.

(( هغه مهال چې زه هلته وم له دريم نه تر نهم ټولګي پورې مې زده کړې وکړې. زموږ لپاره اصلي ستونزه د تابعيت او يا قانوني اسنادو وه. تر شپږم ټولګي پورې ستونزه نه وه، وروسته له هغې دوی اسناد غوښتل او له همدې کبله ما و نه شو کړای خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. که اوس دا اسانتياوې افغان کډوالو ته برابرې شوې وي له دې هرکلی کوم)).

د شمیرو له مخې دا وخت په ايران کې له حکومت سره ثبت شاوخوا يو ميليون افغان کډوال اوسېږي او ويل کېږي څه دپاسه ۷۵۰۰۰۰ نور په ناقانونه ډول دغلته ژوند کوي.

ورته مطالب