کابل کې د غلو یو مشر په اعدام محکوم شو

Image caption د افغانستان پولیس له څه باندې لسو کلونو راهیسې د رییس خدایداد د نیولو په لټه کې وو.

د دوشنبې په ورځ‌ پلازمېنه کابل کې د رییس خدایداد او د هغه د څلورو نورو ملګرو لومړنۍ محکمه ترسره شوه.‌

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د رییس خدایداد د محاکمې د جریان وېډیو خپره کړې ده.‌

د هغو معلوماتو له مخې چې د ملي امنیت د فیسبوک پر پاڼه خپاره شوي، رییس خدایداد په اعدام محکوم شوی دی.

دده یو همکار په ۲۰ کاله بند او درې نور په اووه اووه کاله بند محکوم شوي دي.

محکمه په یوه نامالوم ځای کې جوړه شوې چې د څارنوال او قاضي انځورونه هم پټ پکې ساتل شوي.

په دې ویډیو کې څارنوال، رییس خدایداد په وسله والو غلو،‌ قتل،‌ د لوټمارو د وې ډلې په مشرۍ او‌ له سوداګرو نه د پیسو په شکولو تورن کړی دی.‌

په تېره سپتمبر میاشت کې د افغانستان ملي امنیت د یولړ ځانګړو عملیاتو پایله کې،‌ چې ۳۶ ساعته دوام یې وکړ،‌ د غلو د یوه لوی مشر رییس خدایداد او د هغه د ځینو ملګرو د نیولو اعلان وکړ.

افغان امنیتي چارواکو په وار وار ویلي، چې رییس خدایداد په څو مواردو کې کې په قتلونو او انسان تښتونو کې لاس درلود.‌

دوی دا هم ویلي وو،‌ چې نوموړی د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو نومونو تګ راتګ درلود،‌ او په جعلي پاسپورت یې ځینو هېوادونو ته سفر هم کړی دی.

د ملي امنیت موندنې ښي چي رییس خدایداد تاجکستان،‌ پاکستان او متحده عربی اماراتو ته تګ راتګ درلود او د تاجکستان د پولیسو په تور لست او د نړیوالو پولیسو د لویو مجرمینو په لست کې یې نوم راغلی و.‌

د افغانستان پولیس له څه باندې لسو کلونو راهیسې د رییس خدایداد د نیولو په لټه کې وو.

خو په دې وېډیو کې د رییس خدایداد وکیل نه ښودل کېږي، ښکاري چې محکمې به اجازه نه وي ورکړې.‌

ورته مطالب