افغانستان کې امنیتي ګواښ او د امریکايي پوځیانو راتلونکی

د انځور حقوق reuters

که څه هم د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د امریکا جګړه ییز ماموریت هم په رسمي ډول پای ته رسېدلی، خو په دغه هېواد کې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو د فعالیتونو پر څرنگوالي اوس غور جدي شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي وو، چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو مهال هم بدلېداى شي.

د افغانستان په خاوره کې د دغو پوځیانو پل لا هم پاتې کېدونکی دی.

نه یوازې دا چې د پخواني مهال وېش له مخې د دوی شمېر کم شوی نه دی، بلکې تر پخوا هم زیات شوی دی.

په افغانستان کې په جګړه ییزو فعالیتونو کې د دغو ځواکونو د ښکیلتیا د غځولو خبره واشنګټن مېشتو څېړونکو ته د حیرانتیا وړ نه وه.

د امریکا د انټرپرایز په څېړنځای کې د افغانستان د مسایلو څېړونکي احمد مجید یار وايي:

"افغانستان د هغو امریکايي پوځیانو ماموریت چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به دلته پاتې کېږي درې برخې لري. لومړی د ملي امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او روزنه، دویمه د القاعدې پاتې جنګیالیو او متحدیونو پر وړاندې يې جګړه ده او درېیمه خبره د خپلو غېر پوځي موسساتو او اداره لکه په کابل کې د امریکا سفارت ساتنه ده. نو دا ویلی شو چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به د القاعدې او طالبانو پر ضد جګړه د امریکايي پوځیانو د ماموریت برخه وي."

Image caption تېر یو کال د ۴۶۰۰ افغان ځواکونو په و‌ژل کېدو، د طالبانو له راپرځېدو وروسته تر ټولو خونړی کال ښودل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر او څرنګوالي پرېکړه کله نا کله په عراق کې د امریکا د تجربې تر سیوري لاندې غورځي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د دوو هېوادونو پرتله نه شي کېدای ځکه د دوی په وینا بغداد او واشنګټن ترمنځ د حالاتو بر خلاف، دا ځل کابل له واشنګټنه غواړي چې دغه ځواکونه دې لا هم په افغانستان کې پاتی شي، هغه څه چې ولسمشر محمد اشرف غني یې هم اوس شونتیا رسنیو ته په ډاګه کړې ده.

په واشنگټن کې د ملي امنیت کارپوه وايي:

"ډېری څارونکي اندېښمن دي چې که امریکا افغانستان پرېږدي نو هلته به د عراق تجربه تکرار شي. یعنی ښایي هلته به یوه ډېره لویه یاغي ډله غښتلې شي او د ګاونډیو هېوادونو ګواښ په احتمالي ډول زیات شي. لکه په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې په شان. نو دا به غوره وي چې په افغانستان کې ثبات بښونکي ځواکونه پاتې شي تر څو له اردو سره مرسته وکړي چې امنیت وساتي او په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول په پاکستان فشار را نه شي."

د بې ثباتۍ په هکله هم اندېښنې اوس له بله هر وخته زیاتې شوې دي.

تېر یو کال د ۴۶۰۰ افغان ځواکونو په و‌ژل کېدو، د طالبانو له راپرځېدو وروسته تر ټولو خونړی کال ښودل شوی دی.

آغلې اویانګ وايي امریکایان په دې ګومان دي چې د افغانستان یوازې پرېښودل به یوه تشه رامینځ ته کړي.

"امریکایان له جګړې بېزاره شوي دي او هیله من وو چې د افغانستان جګړې ته چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، د پای ټکی کېږدي. خو اوس یو داسې عمومي توافق رامنځ ته شوی چې د افغانستان پرېښودل د قدرت یوه داسې تشه رامینځ کړي چې پایله به یې ژوره بې ثباتي وي، هغې حالت ته ورته چې څو ویشت کاله مخکې د شوروي ځواکونو له وتلو سره سم رامنځ ته شو."

۲۶ کاله مخکې، کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، او لږ څه وروسته شوروی اتحاد ړنګ شو، نور د کابل حکومت ته مرستې ونه رسېدلې.

په افغانستان کې د امریکا د شتون د غزېدلو پلویان وایي چې څه هاغه وخت او یا هم تر هغې وروسته د لویدیځ له خوا، هر هغه وخت چې افغانستان ځانته پرېښودل شوی دی، پایلې یې ډېرې خوږمنې وې.

ښاغلی مجید یار په دې اړه وویل:

"په افغانستان کې ا مریکايي پوځیانو یا ناټو سرتېرو پاتې کېدل ترهګرو او سیمه ییزو ملاتړو ته یې یو پیغام رسوي چې امریکا او نړیوال داځل افغانستان ځانته نه پرېږدي او دا ځینو مهمو او وتلو سیاستوالو ته هم یو ښه پیغام ورکوي چې امریکا له تاسې سره ولاړه ده او امریکا تاسې سره مرسته کوي. او که څوک غواړي چې د افغانستان په داخلي سیاسي سیستم کې منفي رول ولوبوي نو امریکا به یې ملاتړې نه وي."

Image caption ۲۶ کاله مخکې، کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، او لږ څه وروسته شوروی اتحاد ړنګ شو، نور د کابل حکومت ته مرستې ونه رسېدلې.

له هغو ۱۱ زرو ځواکونو برسېره چې اوس یې د جګړه ییزې ښکېلتیا ګنګوسې جدي شوي، امریکا تر دریو نورو کلونو د افغانستان امنیتي ځواکونو ته هرکال د څه دپاسه څلورو میلیاردو ډالرو مرسته کوي او دغه راز د دغه هېواد د پرمختګ لپاره یې څو میلیاردي بودجه په نظر کې نیولې ده.

باراک اوباما په افغانستان او عراق کې د امریکا د دوو روانو جګړو پای ته د رسولو په شعار ولسمشرۍ ته ورسېد.

شپږ کاله تېر شوي دي ، خو د سپینې ماڼۍ یو سرخوږی لاهم دا دی چې څنګه کولای شي یوه داسې تګلاره تر لاس لاندې ونیسي چې د دغې ژمنې د عملي کولو ترڅنګ د افغانستان ثبات هم خوندي کړي، دا چې افغانستان به بالاخره کله او څنګه په خپلو پښو ودرېږي؟

ورته مطالب