اشرف غني ولسي جرګې ته خپله کابینه معرفي کړه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسي جرګه کې د نوې کابینې د معرفي کولو مراسمو کې خپله پنځه کلنه کاري تګلاره په ډاګه کړه. ولسمشر غني وویل،‌ افغانستان ګاز،‌ اوبه تېل او هرڅه لري، خو لاهم پر بهرنیو وارداتو تکیه کوي، چې له دې حالته باید هېواد راوایستل شي.‌

ولسمشر غني ولسي جرګې ته د خپل د پنځه کلنې دورې امنیتي، اقتصادي، د بهرني سیاست، سولې، ښځو او ماشومانو او حکومتولۍ به اړه خپله تګلاره اعلان کړه.‌

په پیل کې نوموړي د افغانستان د امنیت په تېره بیا د کابل د خوندیتوب په اړه وویل،‌ کابل یوازې د ورودي لارو د خوندي کولو له لارې نه خوندي کېږي، بلکې د چارچاپېره ولسوالیو امنیت او لارې باید ټینګې شي. ‌

د نوې کابینې نوماندان په لنډو ټکو کې

هغه وویل، ''د امنیتي تړون د تصویب په اړه تاسو له موږ سره په بهرني سیاست کې ډېره همکاري وکړه. له تاسو مننه کوم.''

هغه وویل، ''د مقننه او اجراییوي قواوو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شو چې تر اوسه مې له تاسو نه د شخصي غوښتنې کوم خوځښت نه دی لیدلی. هغه وویل، د جومات او ارګ ترمنځ‌واټن باید کم کړم.... د سولې او ثبات لپاره چې روحانیون کار کولی شي پوځ یې نه شي کولی.

زموږ هدف دا دی چې ملي شوار او محل‍ي شوراګانې پر مهمو تصمیم نیوونکو بنسټونو واړوو.''

ماشومان

ولسمشر اشرف غني د افغانستان ماشومان ددغه هېواد هېره شوې طبقه وبلله، چې په وینا یې په خپله پنځه کلنۍ دوره کې به ماشومانو ته ډېر پام وکړي:‌ ''په اروپا او امریکا کې له ټولو مېشتو افغانانو غواړم لږترلږه د یوه افغان ماشوم د روزنې ملاتړ وکړي. له افغان ماشومانو نه د شاقه کارونو په توګه د مريي په توګه کار اخیستل کېږي.''

ولسمشر غني د پایېدونکې شتمنۍ د تولید په برخه کې د خپلې تګلارې په روښانولو سره وویل،‌ افغانستان پټې زېرمې لرونکی یو بډایه هېواد دی،‌چې په وینا یې ''لاهم زموږ خلک ډېر بې وزله دي، موږ ژمنه کوو چې افغانان به د ثروت او شتمنۍ څښتنان کړو.‌ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه دواړه ۴ میلیارد ډالر بودیجه لري، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو سربېره باید خپلو داخلي تولیداتو ته هم لومړیتوب ورکړي.''

ولسمشر غني وویل، دولت باید په همغږۍ سره په یوه خبره خپل کورني تولیدات وکاروي.

د کابینې لست کې بدلون‌

د افغانستان د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې،‌ انجنیر عبدالرحمن صلاحي د انرژۍ او اوبو د نوماند وزیر په توګه پېژندل شوی دی.

همداشان،‌ محمود صیقل، چې دغه وزارت ته نوماند معرفي شوی و، له خپلې نوماندۍ تېر شوی دی.‌

ښاغلي صیقل د خپلې استعفا لامل په اړه د هرات د خلکو اعتراض یاد کړی، خو ځینې رپوټونه وايي، چې نوموړی دوه تابعیته دی،‌ چې تر دې مهاله یې د دویم تابعیت د پرېښودو اجرآت نه دي بشپړ کړي.‌

د انځور حقوق ARG
Image caption زموږ هدف دا دی چې ملي شوار او محل‍ي شوراګانې پر مهمو تصمیم نیوونکو بنسټونو واړوو.''

د مالیې وزارت ته نوماند جیلاني پوپل هم خپلې نوماندۍ تېر شوی او پر ځای یې اکلیل حکیمي ټاکل شوی.‌ اکلیل حکیمي وړاندې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کړی.

د والیانو واکونه

ولسمشر غني وویل، کورنۍ چارې او د ولایتونو په کچه چارې باید همغږې شي ''په اوسنیو شرایطو کې دا مشخصه نه ده چې والیان کوم صلاحیتونه او کوم مسؤولیتونه لري.‌ موږ په دې اړه بیخي په ابهام کې یو. لومړی غواړو د قانون له مخې دغه ناڅرګندتیا روښانه شي،‌ والیان او د سیمه ییزو ادارو مسؤولین خپل مشخص صلاحیتونه او مسؤولیتونه وپېژني.''

په ولسي جرګه کې د ټولو نوماند وزیرانو لنډ ژوندلیکونه وړاندې شول.

د دوو تابعیت لرونکو وزیرانو موضوع په اړه ولسي جرګې وړاندې هم اندېښنه ښودلې وه،‌ او په دې اړه یې یوه علني غونډه وکړه،‌ چې دوه تابعیت لرونکو کاندید وزیرانو ته به د باور رایه نه ورکوي.

د ولسي جرګې د فرهنګي چارو کمېتې مشر کمال ناصر اصولي وړاندې ویلي وو، د لومړنیو ارزونو له مخې داسې شک کېږي چې شاوخوا ۱۲ یا ۱۳ کاندید وزیران دوګوني تابعیتتونه لري.

ورته مطالب