د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته تللی

د انځور حقوق Mehr
Image caption جواد ظریف به افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما)‌ له مشر نیکولاس هیسم سره هم وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف کابل ته تللی دی.‌

نوموړی د سې شنبې په ورځ‌ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست عتیق الله عاطف مل په غوښتنه کابل ته رسېدلی دی.‌

د ایران مهر خبري اژانس په حواله،‌ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځینې نور چارواکي هم له ښاغلي ظریف سره د کابل په دې سفر کې ملګري دي.

د ایران دغه خبري اژانس وايي، ښاغلی ظریف به په دې سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او له مخکیني ولسمشر حامد کرزي او نورو اړوندو چارواکو سره وګوري.‌

په پام کې ده چې ښاغلی ظریف به ولسمشر اشرف غني ته د ایراني ولسمشر حسن روحاني هغه رسمي بلنلیک هم وسپاري،‌ چې ایران ته سفر وکړي.

جواد ظریف به افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما)‌ له مشر نیکولاس هیسم سره هم وګوري.

ښاغلي ظریف کابل ته د سفر پرمهال ویلي‌:‌ ''خوښ یم چې ددغه هېواد ټول وګړي پخپل دولت کې ځای مومي،‌ دا د سخت دریځۍ او ترهګرۍ او د بهرنیو ځواکونو پروړاندې یو ښه فرصت دی.''

جواد دا هم ویلي، چې د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګول دي.‌

دی وايي، ایران او افغانستان ګډ کلتوري او دیني اړیکي لري.‌