پارلماني ننګونې له دوو لېدلورو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

موږ د موکراسۍ د ورځې په مناسبت د دوو بېلابېلو هېوادونو د پارلمان غړو ته په یوه لنډ بحث کې بلنه ورکړې، د برتانوي پارلمان غړې پولین لاتام چې په پارلمان کې د شمالي ایرلند استازيتوب کوي او د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکریه بارکزۍ.

لومړی مو له دوی پوښتلي د دوی په چارو کې تر ټولو په زړه پورې څه شی دي؟

آغلې لاتام: هغه کار چې ډېر خوند ترې اخلم دا دی چې د موکلانو ستونزه مې آواره کړم. که چې هغوی په ناستو کې ماته مراجعه کوي او یا ماته لیک لیکي، خوښېږي مې چې ستونزه يې آواره کړم. کله چې هغوی بېلابېلو ادارو ته مراجعه کوي او ستونزه یې نه حل کېږي نو ماته راځي. خو هغه لیک چې زه یې د مالیاتو ادارې یا ښاروالۍ ته استوم د هغوی ستونزه آواروي. دا هغه کار دی چې زه يې له کولو په رښتیا خوند اخلم او د رضایت احساس کوم.

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شکریه بارکزۍ وايي د دوی هره ورځ له ننګونو ډکه وي.

پوښتنه: په افغانستان کې وضعیت توپېر لري... مېرمن بارکزۍ د افغانستان د ولسي جرګې د غړې په توګه ستاسې لپاره ترټولو خوندور کار څه دی؟

آغلې بارکزۍ: که صادقانه او واضح یې ووایم، زه له هرې هغې دقیقې خوند اخلم چې د ډموکراسۍ د ودې او په هېواد کې مې د غلي اکثریت د غږ د پورته کولو لپاره لګوم. پوهېږم چې برتانیا د ډموکراسۍ زېږنځای دی، په عین حال کې پوهېږم چې ډموکراسي په افغانستان د داسې یوه ماشوم په ډول دی چې باید ورته پام وشي او له هغه څارنه وشي. نو،د ډېرو نورو هېوادونود استازو د کار په پرتله، زموږ دا توپېر لري.

آغلې لاتام: فکرکوم چې ستاسې کار په افغانستان کې ډېر خطرناک دی. په داسې حال چې زه ستاسې په پرتله په امن ځای کې ژوند کوم. که څه هم په دغو ورځو کې د برتانیې د پارلمان غړي هم باید ځان ته پام وکړي خو موږ له ورځنیو ګواښونو سره، لکه تاسې، مخامخ نه یو. له همدې کبله تاسې یو لوي کار ترسره کوئ او زما په آند په افغانستان کې د سیاست ډګر ته د هرې ښځې ورتګ د ستایلو وړ دی. سره له دې موږ دلته هم په پارلمان کې په کافي شمېر ښځې استازې نه لرو، خو هغه ننګونې چې تاسې ورسره مخامخ یاست موږ يې نه لرو. زموږ ستونزې ډېر توپېر لري.

Image caption د افغانستان ولسي جرګه

پوښتنه: مېرمن بارکزۍ- وړاندې مېرمن لاتام له خپلو موکلانو سره د لیدو او د هغوی د ستونزو د آوارولو پر تګلارو خبرې وکړې... تاسې په افغانستان کې له کومو تګلارو کار اخلئ او ستاسې موکلان له تاسې سره پر کومو مسالو ډېر غږېږي؟

آغلې بارکزۍ: زما موکلان د بېلابېلو ستونزو لپاره مراجعه کوي. د کار له موندلو تر په پوهنتون کې د هغوی ستونزې. د دغو ستونزو د آوارۍ لپاره زه باید د هغوی له ښوونکو سره تماس ونیسم او آن د لویو کارونو لکه سړک جوړونه، کلېنيک، ښونځي او په ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره باید هڅه وکړم. دغه یې لامل دی چې زه یوازې کولی شم د خپلې ټاکنېزې حوزې داوسېدونکو د ستونزو د آوارۍ لپاره اقدام وکړم. کله چې یوه استازې ځان د غلي اکثریت استازې بولي او د ښځو، ځوانانو او ډموکراسۍ د وضعیت په هکله روښانه لیدلوري لري، باید مقاوم واوسي او سخت کار وکړي.

پوښتنه: مېرمن لاتام، ستاسې موکلان څه ډول ستونزې او مسالې له تاسې سره شویکوي؟

آغلې لاتام: هغه موضوع چې زه ورسره ډېر سر او کار لرم، دارو درملو ته د خلکو لاس-رسی دی. په تېره بیا د سرطان ضد دارو. زه ډېره د هغو څېړنو په هکله خبرې کوم چې د سرطان په هکله شوي دي او هڅه کوم چې ناروغان د سرطان ضد درملو ته لاس-رسی پیدا کړي. زه همدارنګه له هغو مسالو سره سر او کار لرم چې زدکړو پورې تړاو لري. داچې د پارلمان د نړیوالې ودې د کمیټې غړې یم، زه بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوم چې د لومړۍ سرچینې په توګه ووینم چې له دغه هېوادونو سره د برتانیې مرسته شوې پیسې څرنګه لګول کېږي؟ ما په دې وروستیو کې له افغانستانه لیدنه وکړه او له نېژدې د مثبتو کارونو شاهده وم چې د بریتانیې پرمختیايي بنسټونه یې هلته پرمخ بیايي. خو فکر کوم چې دغه مرستې په هېڅ ډول کافي نه دي. د افغانستان ځوان دولت مخ په پیاوړي کېدو دی. دغه هېواد لا غښتلو ښځو ته اړتیا لری چې ډاډ ترلاسه شي چې د هغوی غږونه اورېدل کېږي. د پارلمان د یوې استازې په توګه، زه د روغیتا او بودیجې مسالو ته د اساسي مسالو په ډول رایه ورکوم. خو کله چې د کسانو له شخصي ستونزو سره مخامخ کېږم، خپلې هڅې د روغتونونو، ښونځیو، پوهنتونو او سیمه ییزو شوراوو تر کچې ښکته راولم. اصلآ خلک غواړي ستونزې يې په دغو ادارو کې آوارې شي.

پوښتنه: په دواړو هېوادونو کې د ښځینه استازو ننګونې سره توپیر لري. پوهېږو چې په تېره بیا په افغانستان کې ښځینه استازې له ډېرو ستونزو سره مخامخې دي... مېرمن بارکزۍ تاسې په خپله د ځانمرګي برید هدف وګرځېدئ... تاسې او ستاسې همکاران هره ورځ له کومو ننګونو سره مخامخ یاست؟

Image caption د بریتانیا پارلمان

آغلې بارکزۍ: اجازه راکړئ صادقانه او بربنډه وغږېږم، په هغې ټولنې کې چې زه ژوندکوم، داچې ښځه یې، لویه ننګونه او په یو ډول ویلی شئ چې لوی جرم دی. ځکه چې ټولنه سړي-سالاره ده او دا چې ښځینه سیاستمداره اوسې دا لا بله ننګونه ده. د بهرني سیاست په هکله خبرې، د وسلې قاچاق او د هېواد دفاعي سیاستونه او د یوې ښځې په توګه د ولسي جرګې په دفاعي کمیټې کې غړیتوب، ګران کار دی. خو ما په خپله غوړه کړل چې له دغو ننګونو سره مبارزې ته ور ودانګم. ځکه چې زه مُعتقده یم چې که زه نن غلې پاتې شم، سبا به زما د لور غږ وانه-ورېدل شي. پوهېږم په هغو هېوادونو کې چې نن ورځ ډیموکراسي بېخزنه شوې، د خپلو اناګانو قربانۍ له یاده نه باسي. نن موږ په هماغه موقعیت کې یو چې باید قرباني ورکړو، پرته له دې چې په پام کې ونیسو چې ننګونې څومره لويې یا کوچنۍ دي.

آغلې لاتام: نو تاسې به له تقاعد وروسته د نورو لپاره عالي بېلګه یاست. وروسته له تاسې به ډېرې ښځې جرئت وکړي چې دې ډګر ته را ودانګي. په افغانستان کې ښځه-اوسېدل، تر دې ځای ډېر ګران دی. موږ ستاسې په پرتله هوسا ژوند لرواو ستونزې مو هم سره توپېر لري. فکر کوم چې ډېره زړوره یاست او زه ستاسې ستاینه کوم.

آغلې بارکزۍ: مننه. هغه څه چې موږ نن افغانستان کې لاس ته راوړي دي، یوازې زموږ لاس ته راوړنه نه ده. زما په عقیده تاسې د مرستندویه هېواد په توګه، د ښځې استازې په توګه او د یوې ښځې سیاستمدارې په توګه او ستاسې ټول سیاسي ګوندونو موږ ته مُثبته انرژي راکړې چې لا ښه کارونه وکړو او لا ډېره زدکړه وکړو. هر کله چې زه بریتانیې ته تللې یم ډېر څه مې زده کړي دي. پوهېږم چې ګران کار مې ترمخ پروت دی، خو پر روښانه راتلونکې باور لرم.

پوښتنه: مېرمن لاتام، مېرمن بارکزۍ مخکې وویل چې د بریتانیې له ډیموکراسۍ يې درسونه زده کړي دي. آیا تاسې هم د افغانستان له ځوانې ډیموکراسۍ څه زدکړي دي؟ آیا فکر کوئ هرڅه په بریتانیې کې بې عیب او نقض دي؟

آغلې لاتام: نه، داسې نه دي. زموږ ډیموکراسي ښایي تر ټولو زړه ډیموکراسي وي. خو بشپړه نه ده او تل کېدای شي چې نوي څه زدکړئ. افغانستان او نور هېوادونه کولای شي د ډیموکراسۍ په بهیر کې زموږ له تېروتنو زدکړه وکړي. ما په خپله پارلمان ته د لارموندنې لپاره ۲۳ کاله هڅه وکړه. ځکه داسې یوه څوکۍ مې نه شوای موندلې چې یوه ښځه یې ترلاسه کړي. تر دې چې په تېرو ټاکنو کې مې پارلمان ته لاره وموندله. زموږ ستونزې ډېرې مُتفاوتې دي. هغه ستونزه چې زه یې لرم دا ده چې ښځې راضي کړم چې رایه ورکړي. ځکه چې په دې هېواد کې ښځې له ځانه تېرې شوې چې موږ وکړای شو رایه ورکړو. ټول باید رایه ورکړي. موږ ګورو چې په نورو هېوادونو لکه افریقا او هند کې خلک څو میله مزل کوي او په کتارونو کې درېږي چې وکړای شي رایه ورکړي.