ولسي جرگه د اوو نوماندو وزيرانو اسناد نه څيړي

Image caption څه ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د فرهنګي کمیټې مشر کمال ناصر اصولي د جرګي غړو ته ویلي وو چې د لومړنیو څیړونو له مخې دا شک پیدا شوی چې ۱۲ یا ۱۳ نوماند وزیران دوه ګونې تابعیت لري.

د افغانستان د ولسي جرگې دويم مرستيال صالح محمد سلجوقي بي بي سي ته ويلي د وړانديز شويو نوماند وزيرانو د اسنادو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې اوو نوماند وزيرانو ته به د خپل کاري پلان څرگندولو په موخه ولسي جرگې ته د ورتگ اجازه ورن کړل شي.

د جرگې د فرهنگي چارو، نړېوالو چارو او د څارنې کمېسيونو په دې باب ارزونې کړې وې.

ښاغلي سلجوقي وويل د اړوندو نوماندانو د اسنادو ارزونې ښوولې چې نورالحق علومي کورنيو چارو وزارت ته نوماند، صلاح الدين رباني بهرنيو چارو وزارت ته نوماند، احمد سير مهجور عدليې وزارت ته نوماند، سعادت نادري کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند، فيض الله کاکړ نشه يي توکو ضد مبارزې وزارت ته نوماند، آى سلطان خيري د اطلاعاتو او فرهنگ ورازت ته نومانده او شاه زمان ميوندي د ښار جوړونې وزارت ته نوماند د دوه ګونو تابعیت لرلو له امله د نوماند وزیرانو له نوملړه لېری کړای شوي دي.

ښاغلي سلجوقي وويل ولسي جرگې په دې تړاو ولسمشرۍ دفتر ته خبر ورکړى چې د دوى پرځاى د خلکو استازو ته نور کسان ور وپېژني.

د افغانستان د ولسي جرګي دویم مرستيال په دې اړه چې دغه کسان د کومو هېوادونو تابعیت لري څه ونه ویل خو په رسنیو کې رپوټونه خپاره شوي چې نورالحق علومي د هالنډ، صلاح الدین رباني د بریتانیا، احمد سید مهجور د فرانسې، سعادت نادري د بریتانیا، فیض الله کاکړ د امریکا، آی سلطان خیري د ترکیې او شاه زمان میوندي د جرمني تابعیت هم لري.

ښاغلي سلجوقي وویل چې ښايي له دې ډلې نه ځینو نوماند وزیرانو د خپل دویم تابعیت د لغوه کولو عریضي کړې وي خو تراوسه یې په اړه ولسي جرګي ته اسناد نه دي سپارلي.

څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د فرهنګي کمیټې مشر کمال ناصر اصولي د جرګي غړو ته ویلي وو چې د لومړنیو څیړونو له مخې دا شک پیدا شوی چې ۱۲ یا ۱۳ نوماند وزیران دوه ګونې تابعیت لري.

د نوماند وزیرانو د لیست له خپرېدو دمخه د افغانستان ولسي جرګي په ډاګه کړې وه چې دوه ګونو تابعیت لرونکو نوماندانو ته به د باور رایه نه ورکوي. د افغانستان د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې راغلي "هغه څوک چې د وزیر په توګه ټاکل کېږي، باید یوازې د افغانستان تابعیت ولري، او که کوم نوماند وزیر د بل هېواد تابعیت هم ولري ولسي جرګه د دې صلاحیت لري چې رد یا تایید یې کړي."