حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شو

د انځور حقوق .
Image caption حکمت خلیل کرزي چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وټاکل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه وټاکه.

په دې هکله د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان کې راغلي "د نظم او ښې همغږۍ، په اړوندو مسلو کې د شتمنې تجربې، د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې حکمت خلیل کرزی د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو."

حکمت خلیل کرزی ۴۲ کلن دى او تر دې وړاندې یې د کډوالو د چارو په نړیوالې ادارې او ځینو نورو غېر دولتي ادارو کې کار کړی دی.

سربیره پر دې نوموړي له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۵ میلادي کال پورې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي سکرتر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

حکمت خلیل کرزی د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې زېږدلی دی.

نوموړي د بلوچستان کوټې په ښار کې ۱۴ کاله ژوند کړی او بیا د لوړو زده کړو په خاطر امریکا ته لاړ.

ښاغلي کرزي د سیاسي علومو په برخه کې پوهنتون په امریکا کې لوستی او لا لوړې زده کړې یې هم په امریکا کې کړې دي.

دوى په سينگاپور کې هم زده کړې کړي دي.

ښاغلی کرزی په ۲۰۰۶ کال کې افغانستان ته ستون شو او د "سولې او جګړې د مطالعاتو د مرکز" بنسټ یې کېښود.

په دې وروستيو کلونو کې حکمت خليل کرزي د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغانستان په تړاو په نړيوالو کانفرانسونو کې برخه اخيستې او ويناوې يې کړي دي.

حکمت خلیل کرزی د حشمت کرزي ورور دی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په انتخاباتي کمپاین کې یې مهمه ونډه لرله او په ۲۰۱۴ کال کې په کندهار کې د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

Image caption حشمت کرزی چې په ۲۰۱۴ کال کې په کندهار کې ترور شو.

دواړو ورونو په دا تېرو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کاوه.

ورته مطالب