د 'چارلي ابدو' مجلې پر ضد کابل کې لاریونونه وشول

د انځور حقوق BBC World Service

په پلازمېنه کابل کې په دوو جلا اعتراضیه غونډو کې د فرانسوي مجلې 'چارلي ابدو' پرضد سلګونه خلک راټول شوې وو.

نژدې دوه اونۍ وړاندې د فرانسې په پاریس ښار کې دغې مجلې د اسلام د پیغمبر کارتون خپور کړی چې پراخ اعتراضونه یې له ځان سره لرل.

نور حال له کابله د حفیظ الله معروف په رپوټ کې:

وروسته له هغه چې د فرانسې 'چارلې ابدو' مجلې په دویم ځل د اسلام د پیغمبر کارتون خپور کړ، په پلازمېنه کابل کې هم د نورې اسلامي نړۍ د هیوادو په څیرو خلک د اعتراض په ډول راغونډ شول.

د 'جمعیت اصلاح' ټولنې لس ګونه پلویانو چې د اسلام د پيغمبر لیکل شوي نومونه یې له ځان سره لیږدول، په کابل کې د فرانسې د سفارت مخې ته راټول شوې وو او دفرانسې پرضد یې شعارونه ورکول.

د دغه سوله ییز لاریون ګډونوالو غوښتنه کوله چې فرانسه دې د اسلام د پیغمبر د کارتونو د چاپولو له امله رسمي بښنه وغواړي:

''فرانسه باید بښنه وغواړي، ځکه دا د ټول اسلامي امت لپاره سپکاوی او موږ دا کار نه شو زغملی.''

د انځور حقوق BBC World Service

د کابل په یوه بله اعترضیه غونډه کې بیا سلګونو کسان په یوه دیني مدرسه کې راغوڼد شوې وو او له ولسمشر غني نه غوښتنه کوله چې په کابل کې دفرانسې سفارت تر هغې وتړي چې بښنه یې نه وي غوښتي.

د ولسي جرګې غړي مولوي تره خیل محمدي چې دغې غونډې ته یې وینا کوله، خبرداری ورکاوه چې د فرانسې سفارت ونه تړل شي، پراخ سوله ییز لاریونه به وکړي:

''له ولسمشر غني نه غوښتنه کوو چې د فرانسې سفارت تر هغه وخته بند کړي چې بښنه یې نه وي غوښتي، که چیرې داسې ونه کړي، نو پراخ سوله ییز لاریونونه به په ټول هیواد کې را وباسو.''

تیره اونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون دنړۍ ځینو نور مشرانو هم په چاري ابدو مجله کې د اسلام د پیغمبر د کارتون خپریدیل غندلې وو.

درې اونۍ وړاندې د دې مجلې پر دفتر وسله وال برید وشو، چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول. په وژول شویو د مجلي کارتون ايستونکي او نور غړي هو شامل و.

په ۲۰۱۱ کال کې هم دغې مجلې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) کارتونونه خپاره کړي وو، چې بيا پرې د لاسي بم بريد شوی و. هغه مهال هم د دغې مجلې پرضد د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اعتراضیه غونډې او لاریونونه وشول.

ورته مطالب