ګالوپ: افغانان ''مخ په ځوړ اقتصاد اندېښمن'' کړي

د انځور حقوق Getty
Image caption د تازه موندنو له مخې د افغانانو له نظره په تېرو اوو کلونو کې هېڅ وخت د کار بازار دومره سوړ نه و، لکه اوس چې افغانان ورسره مخامخ دي

ګالوپ موسسې يوه تازه نظر پوښتنه ښيي ۶۷ سلنه افغانان په دې باور دي، چې د اقتصادي ودې سوکه کېدل او د وزګارتيا زياتوالی په راتلونکې کې د افغانانو لپاره د طالبانو له ګواښ نه څو ځله زيات دی.

د ګالوپ موسسې مرکز په واشنګټن کې دی.

په دغه نظر پوښتنه کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۴ کال کې مخ پر ځوړ روان و او يوازې شپږ سلنه افغانان فکر کوي، چې د هېواد اقتصادي شرايط د ښه کېدو پر لوري درومي.

نظر پوښتنه چې د (اقتصاد په اړه د افغانانو نظر) تر سرليک لاندې خپره شوې ښيي، له هرو دريو افغانانو دوه يې په دې باور دي چې په افغانستان کې اقتصادي شرايط د خرابېدو په خوا روان دي.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د جګړه ييز ماموريت له پای ته رسېدو درې اوونۍ تېرېږي او نظر پوښتنه ښيي، چې د افغانانو په منځ کې د افغانستان راتلونکې ګونګه برېښي او ډېرې داسې پوښتنې شته چې ځوابونه نه دي ورته موندل شوي.

د ګالوپ په راپور کې راغلي چې د امنيتي لېږد په اړه د ډاډ نه لرلو او د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو کړکېچ د اقتصاد په اړه د افغانانو نظر منفي خواته بېولی دی.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان اقتصادي وده څلور سلنې ته او په ۲۰۱۴ کال کې ۱،۵ سلنې ته راښکته شوې، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ ترمنځ دغه سلنه په منځنۍ کچه ۹ سلنه وه.

په راپور کې راغلي په داسې حال کې چې د اقتصادي او کرنيزې برخې په ګډون په ټولو برخو کې وده کمه شوې د افغانانو لپاره د کار زمينه ډېره محدوده شوې ده.

د تازه موندنو له مخې د افغانانو له نظره په تېرو اوو کلونو کې هېڅ وخت د کار بازار دومره سوړ نه و، لکه اوس چې افغانان ورسره مخامخ دي.

د ګالوپ راپور چې افغانستان په کې په پنځو اقتصادي سيمو وېشل شوی، ويل شوي د کار بازار تر ډېره د افغانستان په ختيځ او د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په مرکزي سيمو کې سوړ شوی دی.

ورته مطالب