غزني:د پاڅونوالو پر پوستې برید کې ۱۱ کسان وژل شوي

Image caption برید د اندړو ولسوالۍ په ګلو نومي کلي کې شوی

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر یوې پوستې برید کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د غزني والي ویاند شفیق ننګ ځايي خبري اژانسونو ته ویلي، چې دغه برید تېره شپه شوی، چې وايي پایله کې یې ۱۱ پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره د برید پر مهال نښته شوې، چې وايي پکې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټيپیان شوي دي.

غزني کې یوه بل ځايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته ویلي، برید هغه مهال وشو، چې د پاڅونوالو یوه ملګري له طالبانو سره په همکارۍ پر دغه پوسته برید وکړ، چې په یوه کلا کې موقعیت لري.

ویل کېږي، چې د دغه برید ټپیانو کې د پاڅونوالو یو قومندان عبدالله هم شامل دی.

وسله والو طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی دی. بل لور ته د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله یو پولیس او درې ملکي کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې بیا د یوې چاودنې پایله کې یو ماشوم وژل شوی دی. تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.