د افغانستان کریکټ‌ ملي لوبډله نړیوال جام ته روانه شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټاکل شوې د کریکټ نړیوال جام د راتلونکې فبرورۍ پر ۱۵، په استرالیا او نوي زیلنډ کې پیل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال جام ته د کریکټ ملي لوبډله رخصت کړه.

ولسمشر غني پر خپل ټیوټر پاڼه ویلي: "زموږ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام خپل سفر نن پیل کړ. زه دوی ته ښې هیلې لرم او د بریا دعا ورته کوم".

د کریکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي، نړیوال جام ته تر روانېدا مخکې ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د کریکټ بورډ له مشرانو او غړو سره وکتل.

د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل، له کریکټ مشرانو سره د ولسمشر کتنې دغه لوبډله وهڅوله چې خپل مورال لوړ وساتي، ځکه چې د ټول افغان ولس ملاتړ او دعاګانې ورسره دي.

له افغان ولسمشر غوښتل شوي، که وخت ولري، د بنګله دېش او افغانستان د لومړۍ لوبې نندارې لپاره دې استرالیا ته سفر وکړي.

وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د کریکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راوست.‌

بل خوا د ملي کریکټ لوبډلې مشر روزونکي انډي مولز د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنې او تمرین په اړه معلومات ورکړل او له کریکټ بورډ یې وغوښتل چې دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کرېکټ ملي لوبډله له تېرو دریو میاشتو راهیسې د نړیوال جام لوبو ته د چمتووالي لپاره روزنیز کمپ کې دېره وو.

د انځور حقوق BBC World Service

ټاکل شوې د کریکټ نړیوال جام د راتلونکې فبرورۍ پر ۱۵، په استرالیا او نوي زیلنډ کې پیل شي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸ له بنګله دېش سره ولري.

افغان لوبډله تمه لري چې په دغو سیالیو کې لږترلږه څو لوبې وګټي او تر ډېره به یې په خپل ګروپ کې پام له سکاټلنډ او بنګله دیش سره پر لوبو وي ځکه دغه دوه لوبډلې د نورو پرتله نسبتا کمزورې ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوال جام لپاره افغان لوبډله:‌

۱ - محمد نبي عیسی خېل

۲ - نوروز منګل

۳ - محمد اصغر ستانکزی

۴ - سمیع الله شینواری

۵ - افسر خان ځاځی

۶ - نجیب الله ځدراڼ

۷ - ناصر جمال

۸ - میرویس اشرف

۹ - ګلبدین نایب

۱۰ - حمید حسن

۱۱ - شاپور ځدراڼ

۱۲ - دولت ځدراڼ

۱۳ - افتاب عالم

۱۴ - محمد جاوید احمدي

۱۵ - عثمان غني

احتیاطي لوبغاړي:

۱۶ - شفیق الله شفق

۱۷ - شرف الدین اشرف

۱۸ - عزت الله دولتزی

۱۹ - حشمت الله شهیدي

د انځور حقوق
Image caption د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل، دغه لوبډله تر اوږدو بحثونو او بشپړې ارزونې وروسته ټاکل شوې ده.

ورته مطالب